خوست (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٣): خوست کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د ګډ پوځي مرکز په جومات کې چاودنه شوې چې له امله يې حکومت پلوى مولوي عبدالرشيد نقشبندي وژل شوى دى.
نقشبندي په خوست کې مشهور ديني عالم و چې په ښکاره يې د ځانمرګو بريدونو پر ضد او د افغان دولت په ځانګړې توګه د امنيتي ځواکونو په پلوۍ تبليغ کاوه.
د خوست يو امنيتي چارواکى چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي چې نقشبندي تېره ورځ ناوخته چاودنه کې وژل شوى دى. دغه چارواکي پژواک ته وويل چې مولوي نقشبندي د لمانځه لپاره جومات کې و چې چاودنه وشوه. ده د نورو تلفاتو په اړه معلومات نه درلودل خو ويې ويل چې چاودنې جومات هم نړولى دى.
د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان هم د نقشبندي وژل کېدل تاييدوي خو وايي چې چاودنه د ګازو د ډبې له امله رامنځته شوې. پټان وايي د پېښې په اړه تردې مهاله نور معلومات نه لري.
مولوي عبدالرشيد نقشبندي د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د زنيخېلو اوسېدونکى و. نوموړي د طالبانو پرضد کلک دريځ درلوده او تل يې په عمومي غونډو کې د هغوى فعاليتونه ناروا بلل.