Language

د پکتيا پاڅون کوونکي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

ګردېز (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣): د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند د رباط سيمې پاڅونوال له حکومته د مرستې او د تجهيزاتو غوښتنه کوي.

ځينې دغه پاڅون کوونکي تېره ورځ (د مرغومي ٢٦مه) ناوخته د پکتيا ولايتي شورا ته ورغلي وو او له وکيلانو يې غوښتنه وکړه چې حکومت دې له دوى سره مرستې ته اړ کړي.

د يادو پاڅون کوونکو د قوماندان مرستيال سلطان خېل وويل له تېرو درېيو مياشتو راهيسې  يې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړی او تر اوسه يې پر وړاندې ولاړ دي.

نوموړی وايي هغه مهال يې د وسله والو پر ضد پاڅون وکړ چې د دوی د سيمې اته تنه مخور قومي مشران او تعليم لرونکي کسان يې ووژل.

دی وايي: ((موږ لسګونه پاڅوانوال لرو، له دولت څخه غواړو چې له موږ سره د تجهيز په برخه کې مرسته وکړي.))

د ده په خبره ، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې په کلي او غره کې د وسله والو طالبانو په ضد سنګرونه نيولي خو هيڅ امکانات نه لري.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس سردارخان ملنګ زوی وايي چې دوی به د پاڅون کوونکو هر ډول مرسته وکړي او له بېلابېلو ادارو سره به يې خبرو ته لاره هواروي.

نوموړی وايي چې په راتلونکي نظامي جلسو کې به له ټولو نظامي ارګانونو سره د دوی په حضور کې ستونزې يادې کړي او خامخا به ورته د حل لاره پيدا کوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د رباط پاڅون کوونکي دولت پلوه کسان بولي.

له دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو د وسله والو پر ضد پاڅونونه کړي خو د څو مياشتو په تېرېدو يې غوښتي چې دولت ورسره همکاري وکړي.

په دې وروستيو کې د غزني او لوګر ولايتونو په يو شمېر سيمو کې خلکو د وسله والو پر ضد پاڅونونه کړي خو د دې پاڅون کوونکو ځينې قوماندانان او سرتېري هم د وسله والو په بريدونو کې وژل شوي دي.

Related Topics