خوست (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): په خوست ښار کې د غازي ببرک خان پارک ته څېړمه د ګازډبې چاودنې يو تن مړ کړى او لس نور يې تپيان کړي دي.
د خوست د امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه ١١ نيمې بجې د ګاز د هټۍ مخې ته د ګازډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
غيرت وويل چې په چاودنه کې يو ملکي وګړی مړ شوی او شپږ نور ټپيان دي خو په خوست ښار کې د ببري ګل خصوصي روغتون نوکريوال ډاکټر اشرف پژواک ته وويل له دې پېښې ورته لس ټپيان او يو مړى ور وړل شوي دي.
ډاکټر اشرف وويل چې د ټپيانو روغتيايي حالت تر ډېره ښه دی.
د پېښې يوه عيني شاهد محمدنبي چې چاودنه يې د هټۍ مخې ته شوې پژواک اژانس ته وويل چې دی په هټۍ کې دننه په کار بوخت و چې يو ناڅاپه چاودنه وشوه.
نوموړي وويل چې له چاودنې او ګردونو وروسته يې خپل تره په ټپي حالت او يو بل تن چې ګومان کوي مړ شوی و، وليدل.
محمد نبي زياته کړه معلومه نه شوه چې چاودنه د ګازډبې له امله شوې او که چا ماين ځاى پر ځای کړی و، خو د ده هټۍ يې تخريب کړې او تره يې ژوبل شوى دى.