خوست (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٣): د خوست ښاريان وايي په ملکي لباس کې د ناقانونه وسله والو شمېر مخ پر ډېرېدو دی، چې له امله يې خلک اندېښمن دي.
دوى وايي چې په دې وروستيو کې د خوست ولايت په يو شمېر سيمو او ښار کې لېدل کېږي، چې په ملکي لباس کې ځينې کسان له وسلو سره تګ راتګ کوي، خو پوليس يې نه پوښتي.
د خوست ښار اوسېدونکي حفيظ الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شخصي لباس کې د وسله والو کسانو زياتېدل د اندېښنې وړ مسئله ده.
هغه زياته کړه،چې زياتره هدفي وژنې، وسله والې غلاوې، پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه او ډېری نور جرمونه، له شخصي لباس څخه په ګټې اخيستنې کېږي.
د دې ولايت يو بل اوسېدونکی محمد اصف وايي، چې پوليس بايد په ښار کې ناقانونه وسله وال ودروي او د وسلې ګرځولو د جواز پوښتنه ترې وکړي.
هغه له امنيتي ارګانونو په ځانګړي ډول له امنيه قوماندانۍ کلکه غوښتنه وکړه، چې د وسلې ګرځولو د جوازونو د ورکړې شرايط سخت او په دې برخه کې له پوره احتياطه کار واخلي.
محمد اصف پژواک اژانس ته زياته کړه: ((موده مخکې په رڼا ورځ يو شمېر وسله وال په ملکي لباس کې يوې صرافۍ ته ورغلل، هټۍ وال يې وواهه، د پيسو صندوق يې مات کړ او پيسې يې ترې يوړې.))
په خوست ښار کې هټۍ وال اسماعيل پژواک اژانس ته وويل، چې د دې وسله والو کسانو له امله مازديګر وختي خپله هټۍ تړي او سهار تر اتو بجو مخکې ښار ته د راتګ زړه نشي کولای.
اسماعيل وايي:((وسله وال په ښار کې ښکته پورته کېږي، خو سړی نه پوهېږي، چې دا څوک دي ،د دوی له لاسه مو له کاروباره زړه تور شوی دی.))
موده مخکې امنيتي منسوبينو په شخصي لباس کې وسله وال، د ځينو امنيتي ادارو کار کوونکي بللي وو، خو اوس د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت يې د نيولو او بې وسلې کولو خبر ورکوي.
غيرت له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د دې ناقانونه وسله والو د مخنيوي لپاره يې له نورو امنيتي ادارو سره پر يوه ګډ امنيتي پلان کار کړی دی.
هغه وويل،چې د ياد جوړ شوي پلان په ترڅ کې يې ګڼ شمېر شخصي لباس لرونکي ناقانونه وسله وال نيولي ، وسلې يې ترې ضبط کړې دي او لاهم دا لړۍ روانه ده.
هغه زياته کړه: ((هغه کسان، چې نامسووله دي، پر هغوی مو بنديز لګولی او ډېر مو نيولي دي. د دې لپاره مو يوه ځانګړې امنيتي قطعه پر دنده ګومارلې ده.))
همدارنګه فيض الله غيرت وايي، چې د تورو ښېښو د موټرو پر ضد يې هم عملي ګامونه اخيستي، څو وکولای شي، خلک په ارامه توګه ساه واخلي.
امينه قوماندان ونه ويل چې تراوسه يې څومره غېر قانوني وسله وال نيولي او په ټولېزه توګه به څومره ښاريان غېرقانوني وسلې لري.
غيرت يادونه وکړه په دې وروستيو کې يې د وسلو ګرځولو د قانوني اسنادو پروسه سخته کړې ده او هر چا ته د وسلو ګرځولو او لرلو اسناد نه ورکوي.