Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد کې چاودنې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد (پژواک، ٤ سلواغه ٩٣): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې شوې ده.

هغه زياته کړه چې چاودنه د جلال اباد ښار اړوند د کابل اډې تر څنګ د سرحدي پوليسو پر يوه رينجر موټر شوې ده.

عبدالزي وويل چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړى وايي چې ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د سميع الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د کابل اډې تر څنګ د سرحدي پوليسو قومانداني ده.

د هغه په وينا، کله چې د سرحدي پوليسو يو رينجر د قوماندانۍ پر لوري روان و، نو ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.

د ده په ګومان چې چاودنه کېداى شي د مقناطيسي ماين وي.

د روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته دوه جسدونه او درې ټپيان راوړل شوي وو، چې يوه ماشوم تر درملنې وروسته رخصت شوى دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړ ه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.