Language

د خوست اوسېدونکو له افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

خوست (پژواک، ٦ سلواغه ٩٣): د خوست سرپرست والي له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت د ښه والي لپاره  له افغان سرتېرو خپل ملاتړ اعلان کړي.

سرپرست والي عبدالجبار نعيمي دا غوښتنه په خوست کې د هغې غونډې پر مهال وکړه چې د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو په کې له  افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ او هغوى يې وستايل.

په ياده غونډه کې پر لوړو پوړو ملکي او پوځي چارواکو سربېره قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، ځوانانو او سلګونو امنيتي سرتېرو ګډون کړی و.

د خوست سرپرست الي عبدالجبار نعيمي په دغه ولايت کې ټول افغان امنيتي ځواکونه پياوړي، په اړينو تجهيزاتو سمبال او د امنيت په ټينګښت کې پوره بريالي وبلل.

نعيمي له عامو خلکو د افغان ځواکونو د ملاتړ او همکارۍ د غوښتنې تر څنګ وويل چې په هر ډول شرايطو کې به د هغوی د تجهيز او اکمال په برخه کې خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه په دې اړه غونډې ته وويل: ((ټول افغان امنيتي ځواکونه د همدې خاورې بچيان او سره وروڼه دي، له خلکو مو غوښتنه دا ده چې له هغوی سره پوره مرسته او ترې خپل ملاتړ وکړي.))

نعيمي له هغو خلکو چې په افغان امنيتي ځواکونو پسې منفي تبليغات کوي، جدي غوښتنه وکړه چې له دغه کار څخه لاس په سر شي او خپلو ځواکونو ته د ستاينې له لارې نوره هم لوړه روحيه ورکړي.

په دغه ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد ناصر هدايت غونډې ته وويل،چې په دغه ولايت کې د دوی ځواکونه تر ډېره پر مهمو وسلو او وسايطو سمبال دي.

هغه وويل چې د ملي اردو ځواکونه له نورو امنيتي ارګانونو سره د ګډې همغږۍ په پايله کې په دې بريالي شوي، چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو ورانکاره فعاليتونه په خپل وخت شنډ او مخه يې ونيسي.

جنرال هدايت ناصر وويل: ((موږ يواځې افغان هوايي ځواکونو ته اړتيا لرو او هيله من يو چې د ملي دفاع وزارت د پاملرنې په پايله کې به ډېر ژر له دغو ځواکونو هم برخمن شو.))

هغه د خوست له خلکو مننه وکړه چې د ملي اردو په ګډون يې ټولو افغان امنيتي ځواکونو ته لوړ مورال ورکړی او له هېواده يې په دفاع کې له دوی سره اوږه په اوږه برخه اخيستې ده.

د خوست د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند د امنيت په ټينګښت او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو سرښندنه او قرباني د نه هېرېدو وړ وبلل.

هغه زياته کړه: ((موږ په هر حالت کې په بشپړ ډول له خپلو ټولو ځواکونو ملاتړ کوو او په هره سختۍ کې به د هغوی مرستې لپاره ور ودانګو.))

زړه سواند له ټولو افغان امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په خپل منځ کې همغږي زياته کړي، څو وکولای شي تلفات راکم او د سولې او ثبات د ټينګښت پر لور نور هم نږدې شي.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد د امنيتي ځواکونو ستايل ډېر اړين وبلل او ويې ويل، چې دا کار د حکومت او عامو خلکو ترمنځ د واټن په کمولو کې مهم رول لري.

هغه له ټولو ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې له حکومت څخه د ملاتړ په برخه کې عام خلک وهڅوي او د سولې او ثبات په ټينګښت کې له هغوی سره خپلې مرستې ونه سپموي.

Related Topics