کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٣): د ولسمشرۍ رياست د دوه ګوني تابعيت له امله د دوو رد شوو کانديدانو پر ځاى عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ او نجيب اقا فهيم د عدليې وزارت لپاره د کانديدانو په توګه ور وپېژندل.
د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش نن ولسي جرګې ته د دغو دوو نوماندانو د ورپېژندلو پر مهال د جرګې له غړو وغوښتل چې ډېر ژر دې د اساسي قانون په چوکاټ کې پخوانيو او دوو نوو نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړي چې خپل کارونه پيل کړي.
هغه د جرګې غړو ته په خطاب کې وويل: ((نوماند وزيرانو ته د رايو په ورکولو سره به د خلکو اندېښنې پاى ته ورسېږي، ځکه چې د کابينې نشتوالى د خدمتونو پر وړاندې کولو کې د ځنډ لامل شوى دى.))
د نوموړي په خبره، افغانستان په اوسنيو شرايطو کې له امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دى او نوماند وزيرانو ته د رايو ورکول به د دغو اندېښنو لمن ورټوله کړي.
هغه هيله څرګنده کړه چې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ د همکاريو او باور د نوي خپرکي په پرانيستلو سره قانون جوړونې او پلي کونې ته زمينه مساعده شي.
له دې وړاندې اى سلطان خيري د اطلاعاتو او کلتور او احمدسير مهجور د عدليې وزارت ته د ولسمشر له خوا وړانديز شوي وو، خو د دوه ګوني تابعيت له امله له پنځو نورو نوماندانو سره د ولسي جرګې له خوا رد شول.
ځينو رد شوو نوماندانو د دويم تابعيت ترکولو کوښښ وکړ چې تر اوسه د صلاح الدين رباني او نورالحق علومي د دويم تابعيت رد د ولسي جرګې له خوا منل شوى دى.
ولسي جرګې نن د رايو په کثريت علومي او رباني د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو د کانديدانو په توګه ومنل او اجازه يې ورکړه چې خپل پروګرامونه په عمومي غونډه کې وړاندې کړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې د جرګې له ١٨٩حاضرو وکيلانو څخه يواځې ٢٣ وکيلانو د جرګې له دغه تصميم سره مخالفت ښودلى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن