Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهار کې د مېرمنو د لاسي صنايعو د پېر او پلور مرکزونه جوړېږي

کندهار (پژواک ١٩سلواغه ٩٣): چارواکي وايي، په کندهار ښار او اوو ولسواليو کې د مېرمنو د لاسي صنايعو د پېر او پلور مرکزونه جوړوي، چې په دې توګه به د لاسي صنايعو پر سر تر لاسه کېدونکې ګټه د نورو پر ځاى په خپله مېرمنې تر لاسه کوي.

په دې اړه د کندهار د اقتصاد رييس محمد رحيم  رحيمي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په لومړي ګام کې به دغه مرکزونه د کندهار ښار تر څنګ په پنځو نږدې ولسواليو (ارغنداب، ډنډ، دامان، ژېړۍ، پنجوايي) او دوو لرې ولسواليو (معروف او ارغستان) کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، دغه مرکزونه به دوه دندې تر سره کوي؛ لومړۍ دا چې مېرمنو ته به د خامو موادو د چمتو کولو لپاره پور ورکوي او دويم دا چې له مېرمنو څخه به په مناسبه اندازه لاسي صنايع اخلي؛ هم به يې په دغو مرکزونو کې پلوري او هم به په بهر کې بازار ورته پيدا کوي.

د نوموړي په وينا، په دې توګه به مېرمنې د دې جوګه شي چې د خپلو لاسي صنايعو په بدل کې ډېره ګټه تر لاسه کړي، ځکه اوس يې ډېره ګټه سوداګرو ته پاتې کېږي.

دى وايي: ((د مېرمنو د لاسي صنايعو ډېره ګټه سوداګرو ته پاتې کېږي، ځکه هغوى له مېرمنو څخه لاسي توکي په ډېره ټيټه بيه اخلي او په لوړه بيه به يې پلوري او يا هم مېرمنې اړې دي، چې خپل لاسي جوړ شوي توکي د لږو پيسو په بدل کې په دويم او درېيم لاس تر اصلي مارکېټ پورې ورسوي.))

د نوموړي په وينا، اوسمهال په لاس ګنډل شوې کندهارۍ غاړې- چې ډېر شهرت لري- له مېرمنو څخه د ٥زره افغانيو په بدل کې اخيستل کېږي، خو سوداګر يې په بازار کې له ١٣ تر ١٥زره افغانيو پلوري.

رحيمي وويل، دا د مېرمنو له کار او زيار سره لوى ظلم دى، چې مياشتې مياشتې د لاسي توکو په جوړولو تېروي، خو په اخر کې يې په بدل کې لږ ګټه تر لاسه کوي او ډېره ګټه ورباندې سوداګر کوي.

د ده په خبره، د کندهار ولايتي ادارې په همدې موخه د يوې داسې طرحې پر عملي کېدو کار کوي، چې د لاسي صنايعو ډېره ګټه بايد په خپله مېرمنې تر لاسه کړي او په دې توګه کورنى اقتصاد پياوړى شي.

نوموړى وايي، د مېرمنو د صنايعو د پېر او پلور په موخه په کندهار کې جوړېدونکي دغه مرکزونه به په ولسواليو کې د صنعتکارو مېرمنو اتحاديې او ټولنې هم جوړوي او د هغوى لاسي صنايعو ته به د انټرنټ تر څنګ د سوداګرو په مټ په بهرنيو هېوادونو کې بازارموندنه کوي.

هغه دا هم وويل، چې په دغو مرکزونو کې به د لاسي صنايعو تر څنګ د ولسواليو ځينې مشهور پيداوار او محصولات هم موندل کېږي او هم به ورته بازار موندل کېږي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې دا پروګرام به اوږدمهاله وي او ښې پايلې به ولري، چې وروسته به د کندهار نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.

د کندهار د ښځو چارو رييسه مېرمن رقيه اڅکزۍ وايي، په کندهار ښار او ولسواليو کې د مېرمنو د لاسي صنايعو د پېر او پلور د مرکزونو په جوړېدو سره به کليوالي صنعت وده وکړي او د مېرمنو اقتصادي وضعيت به ورسره ښه شي.

هغې پژوک اژانس ته وويل، چې له دې لارې به سوداګر هم وهڅول شي، نه يواځې په بېلابېلو ولايتونو، بلکې له هېواده بهر به هم د مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره غوره بازار پيد اکړي.

د کندهار ولايت ګڼ شمېر مېرمنې وايي  د هغوى په لاسونو جوړ شوي لاسي توکي (خامکي غاړې، په مريو جوړې شوې ښځينه جامې او په لسګونو نور…) ښه بازار لري، خو له دې کار څخه تر لاسه کېدونکې ګټه هغوى ته نه، بلکې سوداګرو ته رسېږي.

د خاطرې په نوم د ډنډ ولسوالۍ يوې اوسېدونکې پژواک خبري اژانس ته وويل، په خپل کور کې خامکي غاړې ګنډي او بيا يې په بازار کې پر دوکاندارانو پلوري.

هغې زياته کړه، د غاړې ګنډل ډېر کړاو او خواري غواړي، پر يوې ښې غاړې پنځه- شپږ مياشتې د ستنې او تار په وسيله کار کوي، خو کله چې يې بازار ته يوسي، نو دوکانداران يې په ٥زره افغانۍ ورڅخه اخلي او په خپله يې بيا په لس او پنځلس زره افغانۍ پلوري.

دا وايي، اصلي ستونزه دا ده، چې دغلته د مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره ځانګړى مارکېټ نشته، چې هغوى په کې خپل لاسي صنايع وپلوري؛ که په ښار او ولسواليو کې د لاسي صنايعو د پېر او پلور مرکزونه جوړ شي، نو د مېرمنو اقتصادي وضعيت به ورسره ښه شي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکې دردانه هم په ولسواليو کې د مېرمنو د لاسي صنايعو د مرکزونو په جوړېدو خوشحاله ده او وايي، په دې برخه کې ښه خبره دا ده، چې دغه مرکزونه به مېرمنو ته د خامو موادو لپاره پور هم ورکوي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، په ارغنداب کې ډېرې مېرمنې دي، چې د مجبوريت له مخې د لږو پيسو په بدل کې لاسي کارونه کوي؛ که دغه مرکزونه مېرمنو ته قرضه ورکړي او د هغوى لاسي توکي په ښه بيه واخلي، نو هم به لاسي هنر وده وکړي او هم به د مېرمنو ژوند ورسره ښه شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.