خوست ښار (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٣): د خوست يو شمېر قومي مشرانو د لسګونو خلکو په يوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې له رييس خدايداد سره دې د عدالت او قانون له مخې چلند وشي.
دوی په کابل کې د ملي امنيت د څارنوالۍ له لوري پر رييس خدايداد د اعدام صادر شوی حکم غير عادلانه او د محاکمو د قوانينو پر خلاف عمل وباله.
رييس خدايداد چې پر وسله والو غلاوو، وژنو او نورو جرمونو تورن دى، د ملي امنيت له خوا څو مياشتې مخکې ونيول شو او د لومړۍ محکمې له خوا پر اعدام محکوم شو.
د خوست يوه قومي مشر حاجي محى الدين خان تڼي د غونډې ګډونوالو ته وويل چې د هېواد د اساسي قانون له مخې پر هر جرم تورن کس له ځانه د دفاع په موخه د مدافع وکيل نيول د هغه قانوني حق بلل کېږي.
نوموړي زياته کړه چې رييس خدايداد ته د مدافع وکيل حق نه دی ورکړل شوی او پرته له دې چې پر هغه لګېدلي تورونه د اسنادو پر بنسټ تثبيت شي، د اعدام سزا ورته اورل شوې ده.
محى الدين تڼي زياته کړه: ((له رييس خدايداد څخه ټول اعترافونه د شکنجې په زور اخيستل شوي. هر څوک چې محاکمه کېږي بايد مدافع وکيل ولري، خو خدايداد ته د مدافع وکيل د لرلو اجازه نه ده ورکړل شوې.))
د تڼيو ولسوالۍ يو بل قومي مشر رسول محمد تڼي وويل چې قضايي ادارو د يوه زنداني په توګه د رييس خدايداد ټول حقوق تر پښو لاندې کړي او له هغه سره يې د قانون له مخې چلند نه دی کړی.
د نوموړي په وينا، دوی له رييس خدايداده دفاع نه کوي، خو د هر تورن کس د مجرم په توګه د ثابتولو لپاره د مدافع وکيل د نيولو تر څنګ په ياده برخه کې د پوره عدالت غوښتنه کوي.
تڼي زياته کړه: ((د رييس خدايداد په ګډون د هېواد ټولو زنداني اتباعو له حقونو دفاع کوو. رييس خدايداد دې علني محاکمه شي او کوم حقوق چې قانون ورکړي دي، هغه دې نه ترې اخيستل کېږي.))
د دغه ولايت يوه سپين ږيري شړۍ منګل په خپلو خبرو کې وويل چې قانون بايد لومړی پر هغو لوړ پوړو چارواکو پلی شي چې په مستقيم او يا غير مستقيم ډول په جنايتونو کې لاس لري.
هغه زياته کړه چې په افغانستان کې قانون يواځې پر غريبو او بېوزلو خلکو پلی کېږي او زورواکي له قانونه ځانونه معاف ګڼي.
شړۍ منګل وايي: ((د قانون پلي کول بايد له لوړپوړو چارواکو پيل شي، نه لومړى له غريب نه. موږ عدل او انصاف غواړو او له خپل حق څخه نه تېرېږو.))
رييس خدايداد شپږ مياشتې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د ملي امنيت له لوري په غلاګانو، انسان تښتونو، قتلونو او ځينو نورو جرمونو کې د لاس لرلو په تور ونيو او وروسته يې پرې د اعدام حکم صادر کړ.
هغه چې اصلي نوم يې سيدالله دی، د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی بلل کېږي.