Language

مدني فعالان: د خوست ښاروالۍ مسوولين ښاري خدماتو ته پاملرنه نه کوي

خوست ښار (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٣): د خوست يو شمېر مدني فعالانو او د پخوانۍ ښاري اتحاديې يو شمېر غړو د ښاروالۍ پر ځينو مسوولينو نيوکه وکړه چې په اداري فساد کې د ښکېلتيا له امله ښاري خدماتو ته پاملرنه نه کوی، خو ښاروال دغه ادعاوې ردوي.

د خوست د پخوانۍ ښاري اتحاديې مشر جمال تڼي د سلواغې په ٢٢مه جوړه شوې غونډه کې وويل چې په ښاروالۍ کې ستونزې بېخي زياتې شوې دي چې ښاريان يې هم له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.

جمال تڼي د بېلګې په توګه وويل: ((د ښاروالۍ د ناغېړۍ له امله تفريحي پارکونه د موټرو پر اډو بدل شوي او يا ځينو خلکو په کې هټۍ جوړې کړې او خپل کاروبار يې په کې پيل کړی دی.))

نوموړي پر اوسني ښاروال کرامت خان نېغ په نېغه نيوکه وکړه چې د ښاروالۍ د چارو د تنظيم وړتيا نه لري؛ ځکه نه يواځې د انجنيرۍ، بلکې په نورو برخو کې يې هم زده کړې نه دې کړې.

جمال تڼي د خوست له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې په ښاروالۍ کې د اداري فساد او دغه راز د ښاريانو لپاره د ښو خدماتو د وړاندې په خاطر خپل جدي ګامونه واخلي.

مدني فعال زاهدشاه انګار د خوست د ښاروالۍ له مسوولينو وغوښتل چې په خپلو کارونو کې لازم اصلاحات رامنځته او د ښاريانو لپاره وړ خدمات وړاندې کړي.

انګار زياته کړه: ((مدني حرکتونه په دولتي ادارو کې د سمون او اصلاحاتو رامنځته کېدو بهترينه وسيله ده. ټول مدني بنسټونه بايد دې ته ورته غوښتنې او غږونه پورته کړي.))

د خوست د ولايتي شورا غړي محمدقديم افغان د خلکو په استازيتوب وويل چې د شورا ټول غړي به يې د ټولنيزو ستونزو په هواري کې تر خپل وس پورې زيار وباسي.

هغه زياته کړه: ((د خوست ولايتي شورا به د ښاريانو او مدني ټولنو د يادې ستونزې په هواري کې له دوی څخه خپله مرسته ونه سپموي او د هواري يوه لار به ورته ومومي.))

په همدې حال کې د خوست ښاروال کرامت خان خپلواک پژواک اژانس ته د خپلو زده کړو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې د ښاري چارو په تنظيم او خدماتو کې کابو ۱۳ کاله تجربه لري.

هغه زياته کړه: ((۱۳ کاله مې د ښار د هټيوالو او سوداګرو د صنفي اتحاديې مشرتوب کړی دی. په تېروڅلوو مياشتو کې، چې په ښار کې کوم بدلون راغلی، په تېرو پنځو کلونو کې هم نه و لېدل شوی)).

خپلواک زياته کړه چې ټول ښاري خدمات په ښه ډول پرمخ روان دي او دغه راز په ښاروالۍ کې يې د فساد مخنيوی کړی، چې له امله يې عوايد هم لوړ شوي دي.

شاوخوا څلور مياشتې کېږي، چې کرامت خان خپلواک د خوست د ښاروال په توګه ټاکل شوی.

Related Topics