Language

د پکتیا د ملي امنیت یو افسر ووژل شو

خوست ښار ( پژواک، د کب لومړۍ ۹۳ ) : د پکتیا ولایت د ملي امنیت یوه افسر د نامعلومو وسلوالو په یوه برید کې ووژل شو.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي د کب په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماښام په شاوخوا پنځو بجو رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې نامعلومو وسلوالو په ګردیز ښار کې د دې ولایت د ملي امنیت ریاست پر کدري مرستیال ډګروال احمدشاه ګردیزي د هغه د کور مخې ته ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

د نوموړي په وینا، په دې برید کې د ګردیزي زوی ټپي شوی او بریدګر په موټر کې تښتیدلي دي.

د ولایت مرستیال وویل چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

ددې برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

 

Related Topics