خوست (پژواک، ٥ کب ٩٣): امنيتي چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته په خوست ښار کې د پوليسو د رېنجر موټر ترڅنګ د ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې درې عام وګړي ټپيان شوي دي.
د خوست امنيه قوماندان فيض الله غيرت پژواک ته وويل چې چاودنه شاوخوا يوه بجه د بلند منزل په سيمه کې حلقوي سړک ته څېرمه د پوليسو پر موټر شوې ده چې په سيمه کې درول شوى و .
د غيرت د معلوماتو له مخې، ماين په بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و او په چاودنه کې درې عام وګړي برسېرن ټپيان شوي دي.
يوې بلې امنيتي سرچينې د ټپيانو شمېر څلور تنه ياد کړ. ددې چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.