کندهار (پژواک ٦ کب ٩٣): په کندهار کې د يوه ګردي مېز جوړولو له لارې دغلته د سوداګرو، پانګه والو او صنعتکارانو ستونزې وڅېړل شوې.
دغه ګردى مېز د نړيوالو خصوصي متشبثينو د مرکز (CIPE) او د کابل پوهنتون د پاليسۍ د ادارې له خوا د کندهار د سوداګرۍ خونې د غونډو په تالار کې جوړ شوى و، چې په کې د دې ولايت د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د کابل او کندهار پوهنتونونو استادانو، سوداګرو، پانګه والو، ښځينه او نارينه صنعتکارانو او نورو ګډون کړى وو.
د ګردي مېز برخه والو د سوداګرو او پانګه والو پر ستونزو او هغو ته د حل لارو پر لټولو بحث وکړ.
په کندهار کې د تازه مېوې د سوداګرو د اتحاديې مشر حاجي ناني وويل، سوداګر د صادراتو په برخه کې له ايران او پاکستان سره ګڼې ستونزې لري، چې د کلونو په تېرېدو يې د حل لپاره اقدام نه دى شوى.
هغه زياته کړه، هندوستان ته د پاکستان د واګه بندر له لارې د مېوو د لېږد پر مهال پاکستاني پوليس پنځه شپږ ځايه د هر موټر پر سر له سوداګرو ٢٠زره کلدارې اخلي او دغه راز په يوه موټر کې له ٧٥٠ کارټنه بار مېوې څخه شاوخوا ٢٠٠ يې د تالاشۍ په نوم ماتېږي، چې په دې توګه هغوى ته لوى زيان اوړي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې له ايران څخه افغانستان ته واردات کېږي، خو صادرات نه کېږي؛ په کار ده، چې ايران افغان سوداګرو ته ټرانزيټي لار ورکړي، ترڅو هغوى خپل محصولات او توليدات د کسپين تر بحيرې او له هغه ځاى عربي او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ورسوي.
هغه پر دولت هم نيوکه وکړه، چې سوداګرو ته د پور ورکولو په برخه کې هېڅ پروګرام نه لري او افغان سوداګر له پاکستانيو سوداګرو پيسې اخلي او بيا پرې سود ورکوي.
په کندهار کې د مالدارانو د اتحاديې مشر حاجي فهيمي بيا د مالدارۍ په برخه کې د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، دا مهال په کندهار کې د غواوو ١١٠ فارمونه شته، چې هر فارم له ٥٠ تر ١٠٠ غواوې لري او هره ورځ سل زره لېتره شيدې توليدوي.
خو هغه نيوکه وکړه، چې د شيدو له دومره زيات توليد سربېره دغلته د شيدو د پيکينګ فابريکه نشته، چې نورو ولايتونو او له هېواده بهر عربي هېوادونو ته يې صادر کړي.
نوموړي وويل، د همدې ستونزې له امله په دې وروستيو کې مالداران له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي، ځکه په مارکېټ کې د ايران او پاکستان د وارداتي شيدو مخنيوى نه دى شوى؛ په داسې حال کې چې د کندهار له فارمونو څخه د توليد شوو شيدو ١٥٠ ګرامه په بازار کې درې افغانۍ، خو ايرانۍ او پاکستانۍ شيدې ١٥ افغانۍ بيه لري.
هغه له خصوصي سکتور او کرنې وزارت څخه وغوښتل، چې په دې ولايت کې د شيدو د پيکېنګ فابريکه جوړه کړي.
له بهرنيو هېوادونو څخه د وارداتو په برخه کې ستونزې د هوتک شرکت رييس حاجي احمد ولي هوتک يادې کړې؛ هغه وويل، مالونه يې ناوخته را رسېږي، د پيسو د لېږد رالېږد اسانتياوې نشته، د بهرنيو هېوادونو ويزې په لوړه بيه په ډېر وخت کې تر لاسه کوي او دغه راز دولت ورڅخه لوړه ماليه (د ټولې ګټې شل سلنه) غواړي.
دى وايي، حکومت بايد لومړى سوداګرو ته اسانتياوې برابرې کړي، هغوى ته دې د قرضو ورکولو سيسټم فعال کړي او وروسته دې ورڅخه ماليه واخلي.
د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مشر حاجي باريداد وويل، چې د کندهار ښار په ښوراندام سيمه کې په ٥٠زره جريبه ځمکه کې صنعتي پارک جوړ شوى، چې اوس په کې ٧٣ فابريکې فعالې دي او د ٣٠ نورو فابريکو لپاره د ودانيو پر جوړولو کار روان دى.
خو هغه وويل چې د برېښنا نشتوالى، د بهرنيو هېوادونو وارداتي توکو، څو ځلې ماليې اخيستو او په صنعتي پارک کې د سړکونو او نورو سهولتونو نشتوالي يې پر کار سخت اغېز کړى او هغوى اغېزمن کړي دي.
د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ د صنعتکارو مېرمنو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، په داسې حال کې چې د کندهاريو مېرمنو لاسي صنعت نړيوال شهرت لري، خو لا هم مېرمنې په دې ولايت کې د خپلو مصنوعاتو د پلور لپاره ځانګړى مارکېټ نه لري.
نوموړې دغه راز زياته کړه، چې نه يواځې په کور دننه، بلکې په بهر کې هم د مېرمنو د لاسي صنعت لپاره وړ مارکېټ نه دى موندل شوى، چې له همدې امله د مېرمنو د لاسي صنعت پر سر ډېره ګټه نارينه تر لاسه کوي.
هغې له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې له صنعتکارو مېرمنو سره دې د قرضو او بېلابېلو نورو مرستو تر څنګ د هغوى د مصنوعاتو د پېر او پلور لپاره ځانګړى مارکېټ جوړ کړي.
په ګردي مېز کې لسګونو نورو برخه والو، د کندهار او کابل پوهنتون استادانو خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه، چې يادې شوې ستونزې دې د حل په موخه تر مرکزي ادارې ورسول شي.
د نړيوالو خصوصي متشبثينو د مرکز د پروګرامونو رييس محمد نعيم وويل، چې د جوړ شوي ګردي مېز موخه هم دا ده، چې په ستونزو خبرې وشي او د حل لاره ورته ولټول شي.
هغه له خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه، چې د دې ګردي مېز د څېړنو پايلې وڅاري او له مرکزي ادارې څخه يې د هواري په اړه وخت په وخت معلومات واخلي.
نوموړي، کندهار د هېواد د اقتصاد د ستون فقرات په توګه ياد کړ او يادونه يې وکړه چې د سوداګرو، پانګه والو او صنتعکارانو ستونزې به تر مرکز پورې رسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP