Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکا افغانانو ته د کرکټ د بريا مبارکي ورکړه

واشنګټن (پژواک، ٩ کب ٩٣): امريکا د کرکټ د نړيوال جام په روانو سياليو کې افغانانو ته د افغانستان د ملي لوبډلې د بريا مبارکي ورکړې ده.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د دې بريا د مبارکۍ ورکولو تر څنګ ويلي چې افغانستان د پرمختګ په حال کې دى.

هغه زياته کړې: ((د افغانانو لپاره يوه تاريخي شېبه ده او دا پر ځاى دى چې موږ بايد پر دې بريا افغانانو ته مبارکي ورکړو.))

نوموړي ويلي چې د کرکټ په اړه ډېر معلومات نه لري، خو دا معلومه شوې چې افغانانو ګټلې او په دغه هېواد کې د بريا جشن لمانځل شوى دى.

د سپينې ماڼۍ وياند زياته کړې، په نړيوال کرکټ کې د افغانستان د ملي لوبډلې بريا په دغه هېواد کې د پرمختګونو ښکارندويي کوي.

د يادونې ده، تېره پنجشنبې افغانستان د کرکټ  د نړيوال جام په روانو سياليو کې سکاټلينډ ته په يوه زړه پورې سيالۍ کې ماتې ورکړه.

افغانستان د لومړي ځل لپاره په نړيوال جام کې برخه اخيستې او دا يې لومړى بريا وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.