سرپل ښار (پژواک، ٩ کب ٩٣): چارواکي وايي، په سرپل ولايت کې د روانوعملياتو په ترڅ کې ٢٤ تنو نورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت امنيه قوماندان پاسوال نور حبيب ګلبهاري د کب په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي ګډو ځواکونو له خوا له څو ورځو راهيسې د دې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې عمليات روان دي.
هغه زياته کړه، د دې عملياتو په ترڅ کې له تېرې ورځې راهيسې ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٣ نور ژوبل دي.
دى وايي، د دې عملياتو پر مهال ګڼ شمېر سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې او امنيتي ځواکونو لوړو څوکو ته ځانونه رسولي دي.
ګلبهاري زياتوي، له دې عملياتو څخه موخه د ولايت د مرکز او سوزمه قلعې ولسوالۍ اړونده ناامنه سيمې له وسله والو څخه پاکول دي.
د نوموړي په ينا، له مرکزي دولت څخه يې د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل غوښتنه کړې او د دې غوښتنې منل کېدو سره به د نورو ولسواليو امنيت هم ورسره ښه شي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP