Language

درې ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي

خوست ښار (پژواک، ١٠ کب ٩٣): د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې درې تنه چې غوښتل يې د سړک پر غاړه ماين خښ کړي، د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه د يادې ولسوالۍ په شمبوات ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل چې دغو کسانو غوښتل پر عام سړک ماين خښ کړي چې ماين چاودنه پرې کړې ده.

هغه وايي چې وژل شوي دوه د نادرشاه کوټ او بل د خوست د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

غيرت زياته کړه چې په پېښه کې بل چا ته زيان نه دی اوښتی او پوليسو خپلې څېړنې پيل کړې دي.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمبوات سيمې يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره او له امله يې د وژل شوو کسانو جسدونه ډېر خراب شوي دي.

محمدالله زياته کړه چې دوه وژل شوي کسان د دوی د سيمې اوسېدونکي دي او درېيم هغه يې له پېژندګلوۍ وتلی دی.

د دې پېښې په اړه تر اوسه د حکومت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

Related Topics