خوست ښار ( پژواک، ١٦ کب ٩٣ ) : په خوست کې د مېوو او سبزيو د خرڅلاو لپاره د يوه نوي مارکېټ د جوړېدو چارې بشپړې او د چارواکو له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه مارکېټ د خوست ښار لوېديځ ته د سرې مياشتې د رياست ترڅنګ جوړ شوی، چې څلورو خواوو ته هټۍ لري.
د خوست د سرې مياشتې رييس محمدقاسم تڼي د کب په ١٦مه، د مارکېټ د پرانيستې پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مارکېټ يو شمېر سوداګرو په خپل شخصي لګښت د سرې مياشتې پر ځمکه جوړ کړی دی.
نوموړي وويل، چې پر دې مارکېټ څه باندې ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی ، تر ۲۵۰ زياتې هټۍ لري، چې د ميوې او سبزۍ د ساتلو لپاره به پر اړينو اسانتياوو او امکاناتو سمبال شي.
هغه زياته کړه: ((د دې مارکېټ لپاره د څښلو د پاکو اوبو نلونه، تشنابونه، درملتون، نانوايي، قصابي او دې ته ورته ځينې نورې اسانتياوې په نظر کې نيول شوې دي.))
د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي، چې د ياد مارکېټ د پرانيستې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، له پژواک اژانس سره په خبرو کې دغه مارکېټ د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې يو نوی پرمختګ وباله.
نعيمي وويل: ((د دې مارکېټ پر جوړېدو سره به اوس په خوست کې د ميوو او سبزيو د کاروباريانو هغه ستونزې هوارې شي، چې دا مهال په زاړه مارکېټ کې ورسره لاس او ګريوان دي.))
نوموړي په خوست کې د ميوو او سبزيو له کاروباريانو وغوښتل، چې سر له نن څخه په دې ځای کې خپل کاروبار پيل کړي.
د سبزيجاتو د زړې منډيي يوتن هټۍ وال ګلستان پژواک اژانس ته وويل، چې نه يواځې منډيي تنګه، له خټو او چټليو ډکه ده، بلکې د هټيو او غرفو کرايه يې هم ډېره لوړه ده.
هغه زياته کړه، چې د ميوو او سبزيو د خرڅلاو او ساتلو لپاره نوی جوړی شوی مارکېټ ښار ته نږدې دی، هم پاک به وساتل شي او هم يې کرايه ډېره کمه ده.