کابل (پژواک ١٨ کب ٩٣): د ولسمشر حامدکرزي د حکومت د مهال لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې لومړنۍ کاليزه، نن د هغه پر مقبرې باندې د ګلونو د ګېډۍ په کېښودو سره ونمانځل شوه.
مارشال محمد قسيم فهيم د ١٣٩٢ لمريز کال د کب مياشتې په ١٨ مه ،په ٥٦ کلنۍ کې د زړه د ناروغۍ له امله ومړ.
فهيم د پخواني شوروي د يرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د افغانانو د جهاد پر مهال د افغانستان د اسلامي جمعيت له مشهورو قوماندانانو څخه بلل کېده چې د ډاکټر نجيب الله حکومت له نسکورېدو وروسته يې د ملي امنيت، ملي دفاع وزير او د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه دندې تر سره کړې دي.
د مارشال فهيم د مړينې د لومړۍ کاليزې او د هغه پر مقبره باندې د ګلانو د ګېډۍ په مراسمو کې چې د کابل ښار پر سراى شمالي غونډۍ باندې تر سره شول، د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي دفاع پخواني وزير بسم الله محمدي، د مارشال کورنۍ او د دولت يو شمېر اوسنيو او پخوانيو غړو ګډون درلود.
د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د هغه پر قبر باندې د ګلانو د ګېډۍ له اېښودو وروسته وويل، چې فهيم په وروستيو درې نيمو لسيزو کې يو اغېزناک شخصيت و.
هغه زياته کړه: ” د مارشال ټولو همسنګرو د هغه تشه او نه شتون احساس کړى او د هېواد په سياسي وضعيت کې د هغه رول اغېزناک و.”
هغه وويل، مارشال فهيم د هېواد د ملي ګټو لپاره کار کاوه او د هغه همسنګري به په سياست او هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې خپله لاره وګرځوي.
نوموړى وايي، چې سوله د ټولو افغانانو هيله ده او د ملي يووالي حکومت په دغه برخه کې خپلې هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه همدارنګه د ولسي جرګې د ټاکنو د تر سره کېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ” د سالمو ټاکنو تر سره کېدل د حکومت د پايښت جز دى او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون رامنځته شي.”
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP