خوست ښار ( پژواک، ١٨ کب ٩٣ ) : د خوست ولايت په غلام خان بندر کې د سرحدي ګمرک او د سرحدي پوليسو د کميسارۍ د ودانيو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د کب په ١٨مه، د يادو ودانيو د پرانيستې پرمهال پژواک اژانس ته وويل، د ګمرک او کميسارۍ د ټولو ودانيو او اړونده ملحقاتو د جوړېدو چارې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شوې.
هغه وويل، يادې ودانۍ پر ۳۵ جريبه ځمکه د ۳۹۰ ميليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې، چې د امريکا متحدو ايالاتو د پوځ د انجينرۍ ډلې ( Corps ) ورکړی دی.
والي زياته کړه، چې د سرحدي پوليسو کميساري يو خوړنځای، يوه اداري ودانۍ، درې نورې ودانۍ، د ۲۰۰ پوليسو د اوسېدو ځاى ، يوه بله د ښځينه پوليسو او کارکوونکو د شپې پاتې کېدو ودانۍ او ځينې نور اړين ملحقات لري.
همدارنګه نعيمي وويل، چې د ګمرک دغه سرحدي تاسيسات يوه اداري ودانۍ، دوه لوی ګودامونه، تر ۱۸۰ ټنه پورې د وزن معلومولو تله، د وړو او غټو موټرو د درېدو ځايونه او يو شمېر نورې اسانتياوې لري.
ده زياته کړه:((د کميسارۍ او ګمرک ټولې ودانۍ د برېښنا له منظم سيستم څخه برخمنې دي. همدارنګه نور هغه تاسيسات، چې په دې برخه کې لازم دي، ډېر ژر به ورته جوړ شي.))
نوموړي دغه راز وويل، چې د دې سرحدي ګمرک پر فعالېدو سره به ټول واردات او صادرات په شفاف ډول ترسره شي او له همدې امله به د عوايدو په زياتېدو کې ډېره مرسته وکړي.
نعيمي وايي : ((دلته د څارنې، د ښو خدماتو وړاندې کولو او پر قاچاقي لارو د سوداګريزو مالونو د مخنيوي ټول امکانات موجود دي.))
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد شفيق فضلي، چې د يادو ودانيو د پرانيستې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، د يادې کميسارۍ جوړول يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.
هغه له پژواک اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د کميسارۍ په جوړېدو او فعالېدو سره به د دوی د ځواکونو د ښو دندو په ترسره کولو کې نورې اسانتياوې هم رامنځته شي.
دى وايي: ((د خلکو لپاره د ښو خدماتو په وړاندې کولو کې به دغه کميساري ډېر ښه رول ولري.))
د چارواکو په وينا، سربېره پر دې، چې د ګمرک او کميسارۍ ياد جوړ شوي تاسيسات به د سوداګرۍ د پراختيا او د دولتي عوايدو په ډېرېدو کې مرسته وکړي، ځينې نورې ټولنيزې ګټې هم لري.
چارواکي وايي، چې د دې دواړو برخو پر فعالېدو سره به د نورو ګټو ترڅنګ ګڼ شمېر هغو ځوانانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شي، چې د کار کولو وړتيا لري او وزګار ګرځي.