Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترکيه کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړېږي

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٣): ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې په ترکيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه شي.

دا غونډه په فرانسه کې د سولې د څېړنيز مرکز له خوا پلان شوې ده چې تر دې مخکې يې په پاريس او دوبۍ کې هم دا ډول غونډې کړې دي.

د غونډې جوړوونکو ته يوې نږدې سرچينې د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون يې مخکني ولسمشر حامد کرزي ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې چې په غونډه کې د افغانستان د بېلابېلو سياسي ګوندونو او وسله والو طالبانو استازو او حکومتي غړو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د ملي شورا يوه غړي چې په دې غونډه کې ورته بلنه ورکړل شوې، د نوم له اخيستو پرته پژواک اژانس ته وويل چې د ولسمشرۍ پخوانى کانديد او د حزب اسلامي غړى قطب الدين هلال، د ولسمشرۍ مخکنى لومړى مرستيال يونس قانوني، حاجي روح الله، مولوي شهزاده، ملا ضعيف او يو شمېر نورو کسانو ته بلنه ورکړل شوې ده.

د ولسمشر اشرف غني وياند اجمل عابدي له پژواک اژانس سره په خبرو کې له دې غونډې بې خبري وښوده او دا يې يوه شايعه وبلله.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.