Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

١٣٩٣ د هلمنديانو لپاره تر ټولو خونړى کال و

لښکرګا (پژواک، ۵ وری ۹۳): په تېر ١٣٩٣ کال کې په هلمند کې د چاودنو، ځانمرګو بريدونو، مخامخ جګړو او په نورو پېښو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د تېرو کلونو په پرتله ٦٥ سلنه لوړه وه.

په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر محمد بلال صديقي خبريالانوته وويل، په تېر ١٣٩٣ کال کې په هلمند کې ١٠٥٥ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ٢٩٦ يې وژل شوي او ٧٥٩ نور ټپيان شوي دي.

د صديقي په وينا، ١٣٩٣ کال د هلمند د خلکو لپاره خورا خونړى و.

د بشري حقونو د ولايتي دفتر د معلوماتو له مخې، په ١٣٩٢ کال کې په هلمند کې ١٧٧ ملکيان وژل شوي او ٢١٨ نور ټپيان وو.

نوموړي زياته کړه چې ملکيانو ته مرګ ژوبله تر ډېره د وسله والو مخالفينو له خوا پر سړک د خښ شوو ماينونو او د ښار په ګڼ مېشتو سيمو کې ځانمرګو بريدونو اړولې ده.

صديقي د ملکي مرګ ژوبلې مسووليت تر ډېره د دولت پر مخالفينو واچاوه، خو يادونه يې وکړه چې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې هم ملکيانو ته تلفات اوښتي دي.

د بشري حقونو د ولايتي دفتر مشر له طالبانو وغوښتل چې د جګړې قوانينو ته احترام وکړي او له مخې يې په لارو او ښارونو کې د ماينونو له اېښودو او ځانمرګو بريدونو ډډه وکړي.

صديقي همداراز وويل چې دولتي سرتېرو ته هم په کار ده چې د هستوګنې په سيمو کې د عملياتو پر مهال له درنو وسلو ګټه پورته نه کړي.

هغه په هلمند کې د سيمه ييزو پوليسو يادونه وکړه چې په باور يې مسلکي روزنه نه لري او نه هم له بشري حقونو او قوانينو خبر دي او دغه کار د دې لامل شوى چې په ځينو مواردو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

حکومت ته په هلمند کې د بشري حقونو د ولايتي دفتر سپارښتنه دا وه چې د ملکي کسانو پر وژلو تورن کسان محاکمه کړي، تر څو د ملکي خلکو ژوند په راتلونکي کې خوندي شي.

د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار هم وايي چې تېر ١٣٩٣ کال په هلمند کې د نورو کلونو په پرتله ډېر خونړى و. خو هغه وويل چې دولتي سرتېرو د ملکي کسانو ژوند ته تر خپلې وسې پاملرنه کړې ده.

رسوليار د ملکي مرګ ژوبلې کابو ټول مسووليت د دولت پر مخالفينو واچاو، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره يې ونه ښوده.

رسوليار په هلمند کې د ذوالفقار روانو عملياتو ته په اشارې وويل چې دولتي سرتېري د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره له ډېر احتياطه کار اخلي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې چې کابو څلوېښت ورځې کېږي، يواځې دوه ملکي کسان وژل شوي دي.

د يادونې ده، په تېرو دوو اونيو کې يواځې د لښکرګاه اړوند بېلابېلو سيمو کې د طالبانو په درېيو موټر بمب بريدونو کې ١٦ ملکي وګړي ووژل شول او ٧١ نور ټپيان شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.