لښکرګاه (پژواک، ۱۳ وری ۹۴): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال پاچا ګل بختيار د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر حکمت الله تېره شپه د همدې ولسوالۍ په مېرمن داب سيمه کې د عملياتو پر مهال چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې په چاودنه کې قوماندان حکمت سخت ټپي شوى و، خو وروسته يې د ولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړه.
د بختيار په وينا، په پېښه کې نورو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تر دې مهاله يې د شمېر په اړه معلومات نه درلودل.
سمونوال حکمت الله حقمل په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي معلم ميرولي خان زوی و، تر دې وړاندي په سنګين او ګرمسېر ولسواليو کې يې هم د امنيه قوماندان په توګه دندې ترسره کړې وې.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن