خوست ښار (پژواک، ١٤ ورى ٩٤): په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي، د ولايتي شورا ځينو غړو او مدني فعالانو د دغه ولايت سرپرست والي عبدالجبار نعيمي له ترهګرو سره په اړيکه تورن کړ او له ولسمشره يې وغوښتل چې د هغه په ګډون د بريد ټول عاملين محاکمه کړي.
دغه بريد پرون (د وري ١٣مه) له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ولايت مقام ته څېرمه د سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د کور شا ته شوي، چې له امله يې د دوو قومي مشرانو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي او ٦٢ نور ټپيان دي.
خود ولسي جرګې غړى کمال ناصر اصولي وايي چې په دغه بريد کې ٢٢ تنه وژل شوي دي.
اصولي نن په خوست ښار کې خبري کنفرانس ته په خبرو کې د ياد بريد مسووليت پر سرپرست والي او د هغه د پلويانو پر غاړه واچاوه او ويې ويل: ((د خوست سرپرست والي نعيمي نه يواځې په اداري فساد او د ځمکو په غصب کې لاس لري، بلکې له تروريستانو سره هم ژورې اړيکې لري.))
هغه ګواښ وکړ چې که ولسمشر اشرف غني والي نعيمي له دندې د لرې کېدو ترڅنګ هغه لويې څارنوالۍ ته ورمعرفي نه کړي، خپلو سوله ييزو لاريونونو او اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د ولايتي شورا يوه غړي قمر علي لکڼوال د حکومت له ټولو کشفي او امنيتي ارګانونو په کلکه غوښتنه وکړه چې په ياده پېښه کې د لاس درلودو په اړه د کره شواهدو او اسنادو د ترلاسه کولو لپاره جدي پلټنې وکړي.
نوموړي وويل: ((ولسمشر دې د والي په ګډون ټول هغه کسان چې له ځانمرګي بريد کوونکي سره لاس لري ونيسي او د قانون منګولو ته يې دې وسپاري.))
د دغه ولايت يو قومي مشر دلاور شاه وويل، تر هغه چې ولسمشر يې غږ نه وي اورېدلی او غوښتنې يې ونه منل شي، نورې قربانۍ ورکولو ته هم تيار دي.
د خوست ښار يو اوسېدونکی رييس خان د يادې پېښې پړه پر دولت واچوله او ويې ويل، که پر خپل وخت يې دغه رامنځته شوي کړکېچ ته د هواري لار موندلې وای، ممکن کومه ناوړه پېښه نه وای رامنځته شوې.
رييس خان پر ټولو افغانانو د يووالي غږ وکړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې په ګډه خپلې خاورې ته خدمت وکړي او د هر هغه ناوړه کار له رامنځته کېدو مخنيوی وکړي چې د هېواد پر زيان وي.
د خوست يو بل اوسېدونکى ډاکتر کرنېل اکرامي وايي چې په تېرو څلورو لسيزو کې په هېواد کې رامنځته شوې ستونزې او جګړې د مشرانو د بې پروايۍ له امله دي.
پژواک اژانس هڅه وکړه چې د ولايت مقام نظر هم واخلي خو له هڅو سره، سره بريالی نه شو.
login or register a new account.