کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د بېلا بېلو اقتصادي تحليلونو، مقالو او راپورونو ټولګه "اقتصادي درسونه " کتاب چاپ او خپور شو.
دغه کتاب چې ۴۷۴ مخونه لري، ليکوال يې نصير کوټوال دی او د"اکسوس" کتاب پلورنځي له خوا چاپ شوی دی.
د"اکسوس" کتاب پلورنځي مسوول حضرت الله ناصري د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې "اقتصادي درسونه " کتاب د (هميانۍ اقتصادي ورځپاڼې) د خپرو شوو اقتصادي تحليلونو او مقالو ټولګه ده.
هغه زياته کړه چې په دغه کتاب کې په بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو تحليلي او څېړنيز بحث شوی چې د اقتصاد د زده کوونکو او مينه والو لپاره علمي ارزښت لري.
دى وايي، په ټوله کې دغه کتاب د اقتصاد د لومړنيو او بنسټيزو مفاهيمو اړوند يوه سريزه ګڼلای شي چې په ځينو موضوعاتو کې په کې اوږده علمي او څېړنيز بحثونه هم شوي دي.
د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ کمال احمد کاکړ د دغه کتاب خپرول يو ښه اقدام بولي او زياتوي چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلين بايد له دغه کتاب څخه ډېره ګټه پورته کړي.
دى چې په خپله يې دغه کتاب لوستى، وايي چې په کې مهمو اقتصادي موضوعاتو ته اشاره شوې ده.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم د "اکسوس" له خوا ګڼ شمېر کتابونه خپاره شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP