غزني ښار (پژواک ۲۲ وری ۹۴): د غزني لسګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې په زابل کې د ٣١ برمته شوو مسافرو د خوشې کولو لپاره جدي اقدام وکړي.
په غزني کې د ننني لاريون يوه ګډونوال حسين علي پژواک ته وويل، که څه هم چې حکومت د دغو کسانو د خوشې کولو لپاره هلې ځلې کړې دي، خو په کار ده چې خپلې هڅې ډېرې کړي.
نوموړي وايي چې دولت بايد تر اوسه ددې کسانو د ساتنې ځاى ځايګى پىدا کړی وای. "دولت منډې ترړې کړي دي خو قاطع هڅه يې نه ده کړې. ولې تراوسه ددې کسانو د ساتنې ځاى نه دى پيدا شوى."
وسله والو، چې ويل کېږي په داعش پورې تړلي دي، د تېر ۱۳۹۳ کال د کب په څلورمه دغه مسافر د کابل—کندهار پر لويه لاره د غزني په شاه جوى ولسوالۍ کې له موټره ښکته کړل او نامعلوم لور ته يې يوړل.
لا هم د دوى د تښتولو مسووليت چا نه دى منلى. خو وسله والوطالبانو ددې کسانو دتښتونې په اړه وويل چې دا کار دوى نه دى کړى او دوی هم د تښتونې په حقيقت پسې ګرځي.
يوه بل لاريون کوونکي علي رضا وويل که حکومت د دغو کسانو د خلاصون لپاره ژر ګام پورته نه کړي نو لاريونونه به دوام ولري.
نوموړى وايي: "کله مو داعش وژني، کله مو طالب وژني خو د غزني خلک سره يو دي."
علي رضا له دولت څخه غوښتنه وکړه چې بايد ددې کسانو د خلاصون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
په پاى کې لاريون کوونکو پرېکړه ليک هم صادر کړ.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې دولت بايد ددې کسانو دخلاصون لپاره له ټول قوت څخه کار واخلي، ددوى د ساتنې ځاى مشخص کړي ، له تښتوونکو سره خبرو ته کېني اوغوښتنې يې ومني.
که څه هم افغان امنيتي ځواکونو د هغوى د خوشې کولو په موخه د کب په ١٣مه د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې عمليات وکړل چې په لړ کې يې يو شمېر بهرني وسله وال ووژل شول، خو د تښتول شوو کسانو څرک ونه لګېد.
پر دې سربېره تېر کال د کب په ٢٣مه د غزني د قومي مشرانو يوه ٢٥ کسيزه ډله د دغو کسانو د خلاصون لپاره زابل ته لاړه ، تر څو له تښتوونکو سره خبرې وکړي، خو پايله يې نه لرله .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن