کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): ناپېژانده وسله والو د پاکستان په بلوچستان ايالات کې د يوې پروژې ٢٠ کارګر وژلي دي.
پاکستانۍ رسنيو د وري په ٢٢مه خبر ورکړى چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د بلوچستان ايالت په تربت سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، يوه ډله وسله وال چې پر موټرسايکلونو راغلي وو، په تربت سيمه کې د يوه پول د جوړولو د کارکوونکو پر خېمو ډزې کړې او ٢٠ کسان يې وژلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي چې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې وژل شوي د پاکستان د سيند ايالت اوسېدونکي وو .
تر اوسه د دغه بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن