فيض اباد (پژواک ٢٣ ورى ٩٤): په بدخشان ولايت کې يو سراچه ډوله موټر د کوکچې سيند ته غورځېدلى، چې له امله يې درېيو تنو ژوند له لاسه ورکړى او اووه نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه د کشم-تيشکان د لويې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په سراچه ډول موټر کې لس مسافر سپاره وو، چې له کشم څخه د تيشکان پر لوري روان و.
فروتن زياته کړه، موټر د ډېرو مسافرو او ګړنديتوب له امله له سړکه اوښتى او د کوکچې سيند ته غورځېدلى دى.
د بدخشان د والي وياند وويل، چې دغه پېښه د يوې کورنۍ د دوو ماشومانو او يوه سړي د مرګ او د دوو ښځو په ګډون د اوو نورو د ټپي کېدو لامل شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې ټپيان او مړي د امنيتي ځواکونو له لوري له اوبو راوېستل شوي او هغه ټپيان چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وو، د درملنې لپاره تخار ولايت ته لېږدول شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، د دغې کورنۍ غړي د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره يادې سيمې ته روان وو او دوى ټول د کشم ولسوالۍ د نمازګي کلي اوسېدونکي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن