ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د فوډ زون ١١ پروژې بشپړې شوې

په کندهار کې د فوډ زون ١١ پروژې بشپړې شوې

author avatar
12 Apr 2015 - 19:32
په کندهار کې د فوډ زون ١١ پروژې بشپړې شوې
author avatar
12 Apr 2015 - 19:32

کندهار (پژواک ٢٣ ورى ٩٤): د کندهار ولايت په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې د فوډ زون تر چتر لاندې د کانالونو جوړولو ١١ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې.

په دې اړه نن د وري په ٢٣مه، د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کې يو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د کندهار سرپرست والى ډاکټر توريالي ويسا وويل، دا مهال د کندهار په اوو ولسواليو کې د فوډ زون په چوکاټ کې ٤٤ پروژې روانې دي، چې د کانال جوړولو ١١ پروژې يې په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند کې بشپړې شوې او پر نورو کار روان دى.

هغه زياته کړه، په يادو شوو ولسواليو کې جوړ شوي د اوبو لګولو يوولس کانالونه ټولټال ١٤٣ کيلومتره اوږدوالى لري، چې په جوړېدو سره يې اوس د سيمې اوسېدونکي کولاى شي خپلې کرنيزې ځمکې او باغونه خړوب کړي.

نوموړي دا د ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو لپاره بنسټيزې پروژې يادې کړې، چې د خلکو له غوښتنې او اړتيا سره سم په هغو سيمو کې پلې شوې، چې ډېره موده د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وې او هېڅ پرمختيايي کارونه په کې نه وو شوي.

د ده په خبره، خلکو په دغو سيمو کې د اوبو د نشتوالي له امله د کښت او کروندې امکانات لرل، چې اوس يې دا ستونزه هواره شوه. دغه راز د دغو پروژو له پلي کېدو سره په دغو سيمو کې د کوکنارو د کښت کچه هم راټيټه شوې ده.

هغو غوښتنه وکړه، چې د کوکنارو د کښت او توليد د مخنيوي په موخه دغه راز نورو پروژو ته هم اړتيا ده او بايد ورته نورې بنسټيزې پروژې هم طرحه او عملي شي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې سرپرست وزير هارون رشيد شېرزاد وويل، چې تر دې وړاندې هم د کوکنارو د مخنيوي په موخه د نړيوالې ټولنې له خوا پيسې لګول شوي وې، خو پايلې يې ګټورې نه وې.

هغه زياته کړه، دا چې د فوډ زون پروګرام تر چتر لاندې ټولې پروژې د خلکو په غوښتنه طرحه او عملي شوي، نو پايلې يې ډېرې ښې دي او د هغوى تمه دا ده، چې له سره به د ترياکو د کښت او توليد کچه راټيټه شي.

د ده په خبره، دا مهال د کندهار په اوو ولسواليو کې د فوډ زون ٤٤ پروژې روانې دي، چې له دې ډلې د کانالونو جوړولو يوولس پروژې په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند کې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې او پاتې نورې بشپړېدو ته نږدې دي.

هغه دغه پروژې د اوبو لګولو، بديل معيشت، بازار موندنې، پروسس او ګڼې نورې يادې کړې، چې د خلکو په غوښتنه ټاکل شوې او د کوکنارو د کښت کچه به راټيټه کړي.

دى وايي، په کندهار کې يې د کليو په کچه يوه پروسه را پيل کړې، چې له مخې به يې د کليو د اوسېدونکو اړتياوې او د کوکنارو د کښت لاملونه په ګوته کېږي او پر بنسټ به يې يادې شوې پروژې عملي کېږي.

شېرزاد زياته کړه، چې د کندهار په اوو ولسواليو کې يې خپلې څېړنې بشپړې کړي او د خلکو اړتياوې يې معلومې کړې او دا اوس په نړيوالې ټولنې او دولتي ادارې پورې اړه لري، چې په ګډه په دغو ولسواليو کې د پرمختيايي چارو لپاره پلان جوړ کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.