کندهار (پژواک ٢٣ ورى ٩٤): د کندهار ولايت په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې د فوډ زون تر چتر لاندې د کانالونو جوړولو ١١ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې.
په دې اړه نن د وري په ٢٣مه، د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کې يو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د کندهار سرپرست والى ډاکټر توريالي ويسا وويل، دا مهال د کندهار په اوو ولسواليو کې د فوډ زون په چوکاټ کې ٤٤ پروژې روانې دي، چې د کانال جوړولو ١١ پروژې يې په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند کې بشپړې شوې او پر نورو کار روان دى.
هغه زياته کړه، په يادو شوو ولسواليو کې جوړ شوي د اوبو لګولو يوولس کانالونه ټولټال ١٤٣ کيلومتره اوږدوالى لري، چې په جوړېدو سره يې اوس د سيمې اوسېدونکي کولاى شي خپلې کرنيزې ځمکې او باغونه خړوب کړي.
نوموړي دا د ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو لپاره بنسټيزې پروژې يادې کړې، چې د خلکو له غوښتنې او اړتيا سره سم په هغو سيمو کې پلې شوې، چې ډېره موده د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وې او هېڅ پرمختيايي کارونه په کې نه وو شوي.
د ده په خبره، خلکو په دغو سيمو کې د اوبو د نشتوالي له امله د کښت او کروندې امکانات لرل، چې اوس يې دا ستونزه هواره شوه. دغه راز د دغو پروژو له پلي کېدو سره په دغو سيمو کې د کوکنارو د کښت کچه هم راټيټه شوې ده.
هغو غوښتنه وکړه، چې د کوکنارو د کښت او توليد د مخنيوي په موخه دغه راز نورو پروژو ته هم اړتيا ده او بايد ورته نورې بنسټيزې پروژې هم طرحه او عملي شي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې سرپرست وزير هارون رشيد شېرزاد وويل، چې تر دې وړاندې هم د کوکنارو د مخنيوي په موخه د نړيوالې ټولنې له خوا پيسې لګول شوي وې، خو پايلې يې ګټورې نه وې.
هغه زياته کړه، دا چې د فوډ زون پروګرام تر چتر لاندې ټولې پروژې د خلکو په غوښتنه طرحه او عملي شوي، نو پايلې يې ډېرې ښې دي او د هغوى تمه دا ده، چې له سره به د ترياکو د کښت او توليد کچه راټيټه شي.
د ده په خبره، دا مهال د کندهار په اوو ولسواليو کې د فوډ زون ٤٤ پروژې روانې دي، چې له دې ډلې د کانالونو جوړولو يوولس پروژې په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند کې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې او پاتې نورې بشپړېدو ته نږدې دي.
هغه دغه پروژې د اوبو لګولو، بديل معيشت، بازار موندنې، پروسس او ګڼې نورې يادې کړې، چې د خلکو په غوښتنه ټاکل شوې او د کوکنارو د کښت کچه به راټيټه کړي.
دى وايي، په کندهار کې يې د کليو په کچه يوه پروسه را پيل کړې، چې له مخې به يې د کليو د اوسېدونکو اړتياوې او د کوکنارو د کښت لاملونه په ګوته کېږي او پر بنسټ به يې يادې شوې پروژې عملي کېږي.
شېرزاد زياته کړه، چې د کندهار په اوو ولسواليو کې يې خپلې څېړنې بشپړې کړي او د خلکو اړتياوې يې معلومې کړې او دا اوس په نړيوالې ټولنې او دولتي ادارې پورې اړه لري، چې په ګډه په دغو ولسواليو کې د پرمختيايي چارو لپاره پلان جوړ کړي.
د ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو اوسېدونکي د فوډ زون تر چتر لاندې د اوبو لګولو د کانالونو پروژې ګټورې ګڼي او وايي، چې همدا د سيمې د اوسېدونکو بنسټيزه اړتيا وه.
د پنجوايي د موشان سيمې اوسېدونکي علي محمد، پژواک اژانس ته وويل،چې د دغو ولسواليو د اوسېدونکو بسټيزه ستونزه د کروندو او باغونو لپاره د اوبو نشتوالى و، چې اوس حل شو.
هغه زياته کړه، خلک ځکه پر خپلو ځمکو کوکنار کري، چې له يوې خوا اوبه نه لري او له بلې خوا يې روا محصولات وړ مارکېټ نه لري، خو که د خلکو دا ستونزې حل شي، نو هېڅکله به هم کوکنار و نه کري.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې له هغوى سره دې د کرنې په وده کې لا نورې مرستې وکړي، ترڅو د کوکنارو کښت ته د پاى ټکى کېښودل شي.
فوډ زون پروګرام په کندهار ولايت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه پلان شوى، چې دوه کاله په بر کې نيسي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.
د فوډ زون په پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.
دغه پروګرام د کندهار ښار تر څنګ په ژيړۍ، ميوند، شاوليکوټ او پنجوايي ولسواليو کې عملي کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










