Language

خوست کې لسګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

خوست ښار (پژواک، ١٤ غويى ٩٤): د خوست امنيه قوماندانۍ ٨٩ ميله بېلابېل ډول سپکې او درنې وسلې ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د غويي په ١٤مه ډاياګ ته د دغو وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا وسلې د روان ۱۳۹۴ لمريز کال پر مهال د پوليسو او د ملي اردو له خوا د خوست په ځينو ساحو کې د عملياتو په ترڅ کې ترلاسه شوې وې.

د هغه په وينا، په دې وسلو کې پنځه پنځوس ميله وسلې د پوليسو او پاتې پنځه دېرش نورې يې د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کې نيول شوې دي.

غيرت وايي چې په دې کې داسې وسلې هم شته چې د کرښې له هغې غاړې د خرڅلاو په موخه دغه ولايت ته راوړل کېدې خو د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوې دي.

نوموړي زياته کړه، ډاياګ پروګرام ته د يادو وسلو سپارل د خوست پر امنيتي وضعيت باندې مستقيمًا مثبت تاثير لري او له دې وروسته به هم د دغه ولايت امنيتي ځواکونه په غيرقانوني ډول د وسلو ګرځولو او خرڅولو په کلکه مخنيوی وکړي.

د خوست امنيه قوماندان وويل چې په دغو وسلو کې ۳۰ ميله کلاشينکوف، ۳۴ ميله يوولس ډزي او پنځه ډزي، ۹ تومانچې، ۲ ار پي جي راکټ، ۴ ار پي ډي ماشيندار، يو هاوان، ۲ زيکويو، يوه دهشکه او نورې وسلې شاملې دي.

بلخوا په خوست کې د ډاياګ پروګرام مسوول ډګروال شېرداد وايي چې تر نن ورځې پورې ۱۶۰۶ ميله سپکې او درنې وسلې په خوست کې  دغه پروګرام ته سپارل شوې دي.

هغه زياتوي چې په دغو وسلو کې۳۸۵ ميله د ملي اردو، ۲۵۰ ميله د ملي امنيت  او ۷۲۱ ميله سپکې او درنې وسلې چې د ټولو وسلو نيمايي برخه تشکيلوي د خوست امنيه قومندانی له خوا په تېرو څو کلونو کې ډاياګ پروګرام ته سپارل شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics