Language

په خوست کې چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپيان کړل

خوست ښار (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): په خوست ښار کې د يوې چاودنې له امله شپـږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته په څه کم درې بجې د خوست ښار د سرګردان چوک ته څېرمه د يوه دوکان مخې ته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوکاندار او پنځه نور ملکي وګړي چې يوه ښځه او يو ماشوم هم په کې شامل دي ټپيان شوي دي.

يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د سبزيو د هغه دوکان مخې ته شوې چې له سرحدي پوليسو سره قراردادي دى او هغوى ترې سودا وړي.

د خوست د ملکي روغتون يوه کارکوونکي ډاکتر ملک نور پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته شپږ ټپيان راوړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ د ى.

د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

Related Topics