لښکرګاه (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو تر منځ په خپلمنځي نښته کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ګرشک ولسوال محمد فهيم موسى زوى د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د کلا ګز په سيمه کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه چې طالبانو د یوه قاچاقبر تریاک څه موده وړاندي له سیمې تېرول چې امنیتي ځواکونو ونیول ، وروسته د دوی تر منځ داسي ګنګوسي شوي چې ګنې دا یوې ډلې امنیتي ځواکونه په لوی لاس پرې خبر کړي ز
د نوموړي په وينا، په همدې موخه ددوى ترمنځ نښته شوې چې په پايله کې يې دري تنه ووژل شول او دوه ټپیان شول
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دوى د ګرشک ولسوالۍ په ياده سيمه کې دوه تښتونکي چې يو يې قاتل هم و، اعدام کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن