ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حميد حسن او محمد نبي د اتصالاتو کورنۍ غړي شول

حميد حسن او محمد نبي د اتصالاتو کورنۍ غړي شول

author avatar
12 Aug 2015 - 17:36
حميد حسن او محمد نبي د اتصالاتو کورنۍ غړي شول
author avatar
12 Aug 2015 - 17:36

کابل (پژواک،٢١ زمرى ٩٤): د اتصالاتو مخابراتي شرکت د هېواد د کرکټ د ملي لوبدلې له دوو ځلانده ستورو حميد حسن او محمدنبي عيسى خېل سره د سوداګريز استازو تړون لاسليک کړ .

د دغه تړون له مخې به دغه دوه ملي لوبغاړي د اتصالاتو مخابراتي شرکت په استازيتوب په سوداګريزو کمپاينونو او سوداګريزو سفيرانو په توګه راښکاره کېږي.

حميد حسن او نبي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غوره لوبغاړي دي چې د کرکټ په ډګر کې په نړيواله توګه د خپلو لاسته راوړنو او غوره لوبو په ترسره کولو سره مشهوره دي.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت اجرائيوي مشر صلاح زرګرالرس د زمري په ٢١مه د دغه تړون د لاسليک پر مهال خبريالانو ته وويل چې له دغه تړون څخه يې موخه د لوبو له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو ټينګول، ملاتړ او ځوان استعدادونه هڅول دي، تر څو له دې لارې خپله روښانه راتلونکې غوره کړي.

هغه زياته کړه، اتصالات په افغانستان کې د خپل کار له پيله د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ او په ځانګړې توګه د لوبو د ملاتړ لپاره ځان ژمن بولي او د خپل کاري فعاليتونو يوه برخه يې ګڼي.

زرګرالرس وايي چې کرکټ په افغانستان کې ډېر پرمختګ کړى، اوس په دغه هېواد کې د يوې وتلې لوبې په توګه پېژندل کېږي او د ځوانانو په ژوند کې ډېر مهم رول لري.

ده زياته کړه: ((اتصالات وياړي چې د کرکټ په پرمختګ کې او وده کې نېغ په نېغه رول لوبوي.))

د اتصالاتو مخابراتي شرکت دغه چارواکي وويل چې له حميد حسن او محمدنبي سره دغه تړون د غوره استعدادونو د ودې او هغوى ته د لا زمينې برابرولو ښکارندويي کوي او ځوانانو ته د يوه روښانه راتلونکي زېرى ورکوي.

د کرکټ ملي لوبغاړى حميد حسن د دغه تړون د لاسليک پر مهال وويل: ((دا زموږ لپاره ستر وياړ دى چې موږ د اتصالاتو په څېر د يوې سترې کمپنۍ استازيتوب کوو، زما برياليتوب او پېژندګلوي له اتصالاتو سره تړاو لري.))

د هغه په وينا، په افغانستان کې د کرکټ د پيل په لومړيو کې د دې لوبې په وده او د اسانتياوو پره برابرولو کې د اتصالاتو شرکت مهم رول لوبولى دى.

حميد حسن وايي چې دغه تړون د دريو کلونو لپاره دى.

د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان محمدنبي وويل چې له اتصالاتو سره يې تړون د راتلونکي  نسل د پرمختګ لپاره يو نوښت دى او د پرمختګ نوې دروازې پرانيزي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.