خوست ښار ( پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤ ) : د خوست والي وايي چې په دولتي ادارو کې به د ځوانانو استخدام ته توجه زياته کړي او په دې برخه کې به له هر ډول امکاناتو کار واخلي.
خوست والي حکم خان حبيبي دغه څرګندونې د زمري په ٢٢مه، د ځوانانو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
والي حکم خان حبيبي وويل، چې په ټولو اړينو برخو کې به د ځوانانو استخدام ته خاصه توجه وکړي او هغه دولتي بستونه چې دا مهال تش پاتې دي، د ازاد رقابت له لارې به د ځوانانو په واسطه ډک شي.
نوموړي زياته کړه ،د ځوانانو ټولو هراړخيزو ستونزو ته به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ځان رسوي ،د حل په موخه يې کوټلي ګامونه پورته کړي او له مرکزي دولته هم غوښتنه کوي، چې د ځوانانو ستونزو حل ته لومړيتوب ورکړي .
هغه وويل: ((سره له دې چې ځوانان د بشري قوې له پلوه د ټولنې اکثريت قشر دی، خو بيا هم يو لړ ستونزې د هغوی په مخ کې پرتې دي، چې يوه هغه يې د کار او استخدام په برخه کې ده، چې زما په کاري لومړيتوبونو کې ده.))
والي حکم خان حبيبي همدارنګه وويل، چې د فساد په وړاندې به جدي مبارزه کوي او په دې برخه کې به له هيچا سره کومه معامله ونه کړي.
نوموړي له ټولو ځوانانو غوښتنه وکړه، چې په دولتي ادارو کې فاسد اشخاص معلوم او په اړه يې له دوی سره په خپل وخت معلومات شريک او ور سره قانوني چلند وکړي.
هغه زياته کړه ((زما لپاره اساسي ترينه سره کرښه هغه د فساد په وړاندې مبارزه ده، هيله مې داده که په اداراتو کې له داسې موضوع سره مخ شوي ياست ددې وطن د يو اصيل بچي په توګه دا معلومات راسره شريک کړئ.))
مدني فعال او په خوست کې د رسنيز کور مسوول فاروق جان منګل د ځوانانو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې بيا وويل، چې د هېواد په ځانګړي ډول د خوست ولايت ځوانانو د تاريخ په اوږدو کې د خپلې خاورې او خلکو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي وويل، چې ددې ولايت ځوانان هر وخت د دولت ترشا ولاړ دي، خو هغه څه چې دولت يې بايد په ترسره کولو ژر لاس په کار شي، هغه د بې روزګارۍ د کچې راټيټول دي،چې له امله يې ډيری ځوانان ناوړه کارونو ته مخه کوي.
نوموړي وويل: (( بې کاري يوه هېواد شموله ستونزه ده، خو دا په خپل ذات کې بيا نورې ستونزې زيږوي، همدارنګه زموږ د ځوانانو په منځ کې د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالی ددې باعث شوی چې دوی د يو بل چا سره د منطق، دليل او استدلال وړتيا نه لري.))
فاروق جان منګل وويل، که چېرې ځوانان غواړي چې په رښتيني ډول خپل هېواد او خلکو ته کار وکړي او په راتلونکې کې له ستونزو سره سالمه مبارزه وکړي، نو زده کړو ته دې خپله توجه زياته کړي.
login or register a new account.