Language

پکتيکا کې د ځوانانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

ښرنه (پژواک ٢٢ زمرى ٩٤) د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د يوې غونډې په ترڅ کې د ځوانانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه، چې ويناوالو په کې ځوانان د ټولنې مهم قشر ياد کړل او هغوى يې د راتلونکي جوړوونکي وبلل.

په ياده شوې غونډه کې چې سلګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه، د پکتيکا والي امين الله شارق وويل، چې ځوانان د ټولنې مهمه برخه جوړوي او دولتي ادارې به د ځوانانو لپاره په خدمت کې وي.

ده زياته کړه: ((د ځوانانو لپاره به په دې ولايت کې د ښوونې او روزنې لپاره مناسب فرصتونه برابر کړم او هڅه به مې دا وي چې په دې ټولنه کې د ځوانانو لپاره د سپورت، روغتيا، پوهنې او نورو برخو کې مناسبې اسانتياوې برابري کړم.))

نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ، چې د پرديو د لومو ښکار نه شي او خپله دې د دې ولس د خدمت لپاره لاس په کار شي، په ځوانه انرژۍ کې دې کار وکړي، ترڅو مو په هېواد کې پرمختګ، سوله او امنيت راشي.

د پکتيکا د مدني ټولنې د همغږۍ د دفتر مشر يعقوب خان منظور وويل، چې ځوانان د يوې ټولنې د ملا د تير حيثيت لري او د هېواد راتلونکى په هغوى پورې تړلى دى.

خو هغه زياتوي: ((افغاني ځوانان په هېواد کې د جنګ جګړو له امله په ذهني فشار، ژور خپګان، روحي او رواني ناروغيو اخته دي او خپله روحيه يې له لاسه ورکړې ده.))

يو تن ځوان غلام الرحمن همدرد  پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې په هېواد کې بېکاري، جنګ جګړو، د دولت او وسله والو ګواښونه ډېری ځوانان نورو هېوادونو ته په تېښته اړ کړي، چې ډېری وخت د سفر پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې ځوانانو ته دې کاري فرصت برابر کړي، د ښوونې او روزنې لپاره دې ورته لازمې اسانتياوي برابرې کړي او د ځوانانو په وړاندې پراته خنډونه دې له منځه يوسي.

د يادونې وړ ده، چې د غونډې په وروستيو کې يو شمېر ځوانان په ستاينليکونو هم ونازول شول او د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر يعقوب خان منظور ته د هغه د ښو کارونو د ترسره کولو په موخه يو مډال ورکړل شو.

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics