جلال اباد(پژواک، ۲۵ زمری ۹۴): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې په ختيځو ولايتونو کې شاوخوا ۲۷ زره ماشومان د نا امنيو له امله د ګوزڼ ضد له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.
په ختيځ زون کې يوازې د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ګوړڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې چې ويل کېږي د ناروغ ماشومان کورنۍ په دې وروستيو کې له پاکستانه راکډه شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال په جلال اباد کې د واکسين د کمپاين د پيلېدو په مراسمو کې وويل چې په ننګرهار کې به ۶۲۷ زره ماشومانو ته ويټامين A او د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق کړي.
نوموړي د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په ننګرهار، نورستان او کونړ ولايتونو کې د نا امنيو له امله ۲۷ زره ماشومان له ياد واکسينه پاتې کېږي.))
د عامې روغتيا رييس وويل: ((د هسکې مېنې په مامندو سيمه کې د پوليو يو پېښه شته چې هغه هم له پاکستانه را انتقال شوې پېښه ده.))
بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي څو ماشومانو ته د دوو څاڅکو ګوزڼ ضد واکسين تر تطبيق وروسته له رسنيو سره په خبرو کې له ديني علماوو، مشرانو او خلکو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيق کړي.
والي وويل: ((که د حکومت د وسله والو مخاليفينو اولادونه هم وي، بايد واکسين ورکړل شي. نو که پلرونه غواړي چې اولادونه يې سالم وي دا واکسين دې تطبيق کړي.))
ديني عالم مولوي عتيق الرحمن د ياد کمپاين پر مهال پژواک ته وويل چې ديني عالمان بايد په جوماتونو کې تبليغ وکړي څو خلک خپل اولادونه واکسين کړي.
هغه وويل چې دا د ماشومانو حق دی او ياد واکسين د اسلام له نظره کوم مشکل نه لري.
د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکي عزيز الرحمن پژواک ته وويل چې پخوا په غني خېلو کې ياد واکسين نه تطبيقېدل خو اوس ښايي د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې هم تطبيق نه شي.
هغه د دغه کار د مخنيوي ستر لامل په سيمه کې د طالبانو او داعش شتون وباله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن