کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۹۴): په پاکستان کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان ملي راډیو د زمري په ۲۵مه خبر ورکړی چې دغه برید نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د پنجاب ایالت اړوند د اټک ښار په شادي خان سیمه کې شوی دى.
سرچینې زیاته کړې چې ځانمرګي بریدګر د پنجاب د کورنیو چارو د وزیر شجاع خانزاده په دېره یا حجره کې هغه مهال ځان ته چاودنه ورکړه، چې هلته یوه قومي غونډه روانه وه.
عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه دومره زوروره وه چې له امله یې د کورونو چتونه رالوېدلي او ګڼ شمېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي.
دوی زیاته کړې چې تر دریو ساعتونو وروسته د پوځ سرتېري له چورلکو سره د مرستو لپاره ور ورسېدلي، مړي او ټپیان یې له خاورو را ايستلي دي.
د پنجاب ایالت پولیسو منلې ده چې په دې پېښه کې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده، د پولیسو یو افسر او نورو چارواکو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن