کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): د افغانستان د درمليزو خدمتونو ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جګړې او له وسله والو مخالفينو د پاکستان د ملاتړ د دوام په سبب يې د پاکستاني درملو واردول تحريم اعلان کړل.
د دې ټولنې مشر عبدالخالق ځاځي وطندوست دا موضوع نن په کابل کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې څرګنده کړه.
هغه وويل: ((په کابل کې د وسله والو د وروستي بريد، له وسله والو څخه د پاکستان د ملاتړ او د سولې خبرو له ودرېدو وروسته موږ سوداګرو هوډ وکړ چې له دې وروسته هېواد ته د پاکستاني درملو له واردولو ډډه کوي.))
ځاځى زياته کړه: ((دا ډول ويجاړوونکي او پېچلي بريدونه د دولت د وسله والو مخالفينو له وسه وتلې خبره ده او له شک پرته چې دا ډول جنايتونه د اى اېس اى اداره ترسره کوي او موږ هم په پام کې لرو چې د پاکستاني درملو له وارداتو سره د پرېکون له لارې د پاکستان پر حکومت او سوداګرو يو ډول اقتصادي فشار راولو، څو د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.))
د افغانستان د درمليزو خدمتونو د ټولنې مشر څرګنده کړه، ټولنه يې هڅه کوي چې له منځنۍ اسيا او ځينو نورو هېوادونو د افغانستان د اړتيا وړ درملو د واردولو په برخه کې اقدام وکړي.
د ده په خبره، هر کال د څه باندې ٤٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت درمل له پاکستان څخه افغانستان ته واردېږي، دا تحريم به پاکستاني شرکتونو ته ستر ګوزار وي.
عبدالخالق ځاځى وويل: ((په دې اقدام سره موږ په افغانستان کې د ناروغانو د اړتيا وړ درملو د کمښت په اړه هېڅ اندېښنه نه لرو؛ ځکه چې زموږ سوداګر يې بديل چمتو کړى.))
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي د دغه اقدام په اړه وويل چې د سوداګرۍ او صنايعو خونه له دغه تحريم نه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه: ((هر کال له پاکستان څخه څه باندې ٣ ميليارده واردات لرو چې څه باندې ٤٠٠ ميليونه يې درمل دي، د درملو تحريم کېداى شي چې د پاکستان کارخانو ته ستر ګوزار وي، ځکه چې افغانستان يواځېنى هېواد دى چې د پاکستان درمل کاروي.))
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د دغه چارواکي په خبره، دا اقدام به د دې سبب شي چې پاکستاني سوداګر په افغانستان کې د لاسوهنې د بندولو لپاره پر خپل حکومت فشار راوړي.
د الکوزي په خبره، د افغانستان شاوخوا ٤٠ سلنه د اړتيا وړ درمل له پاکستان څخه راوړل کېږي، د سوداګرۍ او صنايعو خونه هڅه کوي چې د پاکستاني درملو پر ځاى نور درمل هېواد ته وارد کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال د معلوماتو له مخې، د ايران، روسيې، هند، چين او منځنۍ اسيا هېوادونو درمل په غوره ډول د پاکستان درملو ځاى نيولى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن