خوست ښار ( پژواک، ٢ وږى ٩٤ ) د خوست امنيه قوامندان وايي چې باسواده پوليس د جرايمو په مخنيوي کې ډېر اغېزمن ثابتيږي او دغه راز د ټولنې ستونزې د نورو په پرتله زر درک کولی شي.
امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت دغه څرګندونې د وږي په دويمه په هغه غونډه کې وکړې، چې د باسوادۍ له نهه مياشتني کورس څځه د يو شمېر پولیسو د فراغت په موخه د خوست په امنيه قومندانی کې جوړه شوه.
غيرت ددې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، غواړي ټول هغه پولیس چې ليکل او لوستل نه شي کولیاو د ټولنې وګړي ورسره هر وخت لاس او ګريوان دي،باسواده کړي.
نوموړي زياته کړه ، هغه پولیس چې زده کړې يې کړې دي، لوستل او ليکل کولی شي، د هغو په پرتله يې چلند له خلکو سره ښه دی، کوم چې زده کړې نه لري او ددې ترڅنګ باسواده پوليس د جرمنو په مخنيوي او د امنيت په راوستو کې هم ښه رول لري.
نوموړي وويل: ((دوی که چېرې د سواد نه برخمن وي ښه خدمت کولی شي او خلکو ته ښه امنيت راوستلی شي، د خلکو سره ښه چلند کولی شي او خلک ددوی له سلوک نه راضي وي د خلکو همکاري ورسره زياته وي)).
د باسوادۍ له دغه نهه مياشتني کورس څخه ۲۹۰ تنه پولیس فارغ او نن پرې تصديق پاڼې وويشل شوې.
خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت زياته کړه،چې څه د پاسه زر تنه پوليس نور هم دا مهال د باسوادی په لنډمهالو کورسونو کې زده کړې کوي، چې په نېږدې راتلونکې کې به ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځي.
د صديق الله په نوم يو تن پوليس چې د باسوادۍ له دغونهه مياشتنۍزده کړو څخه فارغ شوی پژواک خبري آژانس سره په خبرو کې وويل، وړاندې له دې يې هيڅ لوستل او ليکل نه شوای کولی، خو اوس د خدای شکر دی، چې ښه ليکل او لوستل کولی شي.
صديق الله وويل: (( سواد موږ لپاره ډېر په درد خوري، چې يو لايسنس وي، پاسپورټ وي، تذکره وي، همدا ډول د وسلې جواز کارت وي موږ يې ډېر په جرأت سره کتلی شو، چې سم وي، خاوند يې خوشي کوو او که غلط وي هغه نيسو او د قانون منګولو ته يې سپارو)).
يو شمېر ښاريان هم وايي، چې له پخوا څخه د پوليسو په رويه او د خلکو سره په چلند کې يې مثبت تغيرات راغلي دي.
د خوست ښار يو تن هټيوال سيدمرجان پژواک خبري آژانس ته وويل، چې څو کاله وړاندې خلکو له پوليسو زيات شکايت درلود، خو اوس د دوی په چلند کې ښه والی راغلی دی.
((پخوا به پولیسو عام خلک زيات ځورول، چې لوی لامل يې بې سوادي ده، خو اوس اکثره پولیس باسواده شوي دي او خلک هم له دوی خوښ دي)).
login or register a new account.