ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند والي: د موسى کلا په نښتو کې ٣٠٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند والي: د موسى کلا په نښتو کې ٣٠٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
30 Aug 2015 - 11:32
د هلمند والي: د موسى کلا په نښتو کې ٣٠٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
30 Aug 2015 - 11:32

لومړى تعقيب - لښکرګاه (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د هلمند والي وايي چې د موسى کلا ولسوالۍ په نښتو کې شاوخوا ٣٠٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده‌.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ تر څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته وکولى شول چې ياده ولسوالي ونيسي، خو د هلمند چارواکي وايي چې تېره شپه دولتي ځواکونو بېرته دا ولسوالي نيولې ده.

د هلمند والي والي ميرزا خان رحيمي د وږي په ٨مه په لښکرګاه کې خبريالانو ته د موسى کلا د عملياتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل چې په دې جګړه کې تر ٣٠٠ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه: ((سره صليب ويلي چې د وژل شوو طالبان د مړو د لېږدولو لپاره يې ٢٢٠ تابوتونه موسى کلا ولسوالۍ ته لېږلي دي.))

د هغه په وينا، د سره صليب ادارې ترې د طالبانو د جسدونو د لېږدولو په پروسه کې د مرستې غوښتنه کړې ده، ځکه چې دا جسدونه د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر ولسواليو ته لېږدول کېږي.

د هلمند والي وايي چې دوى به په دې کار کې له سره صليب سره بشپړه همکاري وکړي.

ميرزا خان رحيمي وويل چې تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د بهرنيو ځواکونو د  همکارۍ او مرستې پرته پر موسى کلا ولسوالۍ عمليات ترسره کړي وو.

د نوموړي په وينا، د موسى کلا ولسوالۍ د تېرو څلورو ورځو په نښتو کې ٣٣ ملي امنيتي ځواکونو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو تر دې د مخکې د هلمند د ولايتي شورا رييس ويلي وو چې د موسى کلا د نيولو په جګړه کې ٢٥ سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ژوبل دي.

د هلمند والي زياتوي چې اوس ملي دولتي ځواکونه د موسى کلا ولسوالۍ د مرکز په ګډون په شاوخوا سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کوي او هڅه به کوي چې ټوله ولسوالي له وسله والو پاکه کړي.

دى وايي: ((له دې وروسته به موږ له  دفاعي حالته وځو او تعرضي عمليات به ترسره کوو، ډېر ژر به د هلمند نورې سيمې هم له وسله والو پاکې کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.