Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرتاج عزيز: پاکستان د ريکا له بېلابېلو برخو سره په همکارۍ کې ژمن دى

سرتاج عزيز: پاکستان د ريکا له بېلابېلو برخو سره په همکارۍ کې ژمن دى

author avatar
4 Sep 2015 - 15:40
سرتاج عزيز: پاکستان د ريکا له بېلابېلو برخو سره په همکارۍ کې ژمن دى
author avatar
4 Sep 2015 - 15:40

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٤): د پاکستان د ملي امنيت سلاکار په ريکا کنفرانس کې د ټاپي او کاسا زر پروژو په ګډون د سيمې د مهمو پروژو د بيارغونې او جوړولو له بهير سره د همکارۍ په برخه کې د خپل هېواد ټينګه ژمنه څرګنده کړه.

دغه دوه ورځنى کنفرانس د افغانستان لپاره د سيمه ييزې او اقتصادي همکارۍ (RECCA-VI) يا د افغانستان له لارې د ورېښمو قلمرو په نوم د افغان چارواکو، د دېرشو هېوادونو او ٤٠ نړيوالو او سيمه ييزو استازو په ګډون پرانيستل شو.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز کنفرانس ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ريکا د افغانستان د پراختيايي پلانونو د بشپړتيا، اقتصادي همکاريو، نظرياتو اوړانديزونو لپاره يو بستر دى او هيله يې څرګنده کړه چې په دې برخه کې ډېرې هڅې وشي.

هغه زياته کړه چې پاکستان د کنفرانس له بېلابېلو ابعادو سره همکاريو ته ژمن دى، د پام وړ همپالنه او پرمختګونه چې وکولاى شي په سيمه کې رامنځته کړي، د پاکستان په پروګرامونو کې ځاى لري.

سرتاج عزيز زياته کړه، هېواد يې د انرژۍ او رېل پټلۍ د بېخ بناوو، د سوداګرۍ او ترانزيټ د پرمختګ په ګډون پر بېلابېلو پروژو کار کوي چې ځينې يې د دوه او څلور اړخيزو همکاريو په چارچوکاټ کې ځاى لري.

سرتاج عزيز د بېلګې په توګه د جلال اباد- پېښور، چمن- پاکستان او تورخم- جلال اباد له رېل پټلۍ يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د دغو لارو چارې به د ٢٠١٦ کال تر وروستيو سر ته ورسېږي.

د پاکستان دغه چارواکي کاسا زر او ټاپي پروژې د پاکستان، افغانستان او سيمې لپاره مهمې وبللې او هيله يې څرګنده کړې چې د دې پروژو لپاره د حل لارې پيدا شي او کارونه يې چټک شي.

هغه د دې په ويلو سره چې پاکستان د دې پروژو د بيارغونې او جوړولو له بهير سره خپله ټينګه همکاري ښيي، وويل: ((دغه يوازې يو سړک نه دى، بلکې د ټولو هېوادونو د ګټو او همپالنې لويه شبکه ده.))

هغه زياته کړه چې پاکستان به هرڅومره ژر له افغانستان سره په ترانزيټ کې اسانتيا راولي، چې کولاى شي د ترانزيټ د ترسره کېدو پر وړاندې مثبته پايله ولري.

دغه پاکستان چارواکي څرګنده کړه، چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د همغږۍ او سوداګرۍ ترسره کولو، په ويزه کې د اسانتيا او د ترانزيټ په برخو کې د هوکړه ليکونو  په اړه تصميم نيولى چې له ډي ار ار کنوانسيون سره يو ځاى شي، څو ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.