خوست (پژواک، ٢٠وږى ٩٤) : ناپېژاندو وسله والو نن سهار په خوست ولايت کې يو ديني عالم د لمانځه د اداکولو پرمهال وواژه .
د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد يعقوب د وږي په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د حيدرخېلو د سيمې يو مشهور ديني عالم مولوي ليون ګل حبيبي دوو ناپېژاندو وسله والو پر ډزو وژلى او بريد کوونکي تښتېدلي دي.
هغه زياته کړه چې ياد ديني عالم د سهار لمانځه پرمهال وژل شوى .
دده په خبره ، سيمې ته د څېړنو په موخه پلاوى تللى او امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګول ته يې وسپاري .
د سيمې يوتن اوسېدونکي نظر محمد پژواک اژانس ته وويل چې دغه عالم له چا سره شخصي دښمني نه درلوده ، خو د دولت په پلوۍ به يې څرګندونې کولې .
ويل کيږي چې مولوي ليون ګل حبيبي له وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور مخکې کلونو کې د امريکايي ځواکونو له خوا نيول شوى و او دوه کاله يې په بګرام زندان کې تېر کړي و .
ددغه بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى .
login or register a new account.