خوست ښار (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د خوست امنيه قوماندان وايي چې دوى به په هر ډول شرايطو کې له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د وږي په ٢٤مه په خوست ښار کې د کورنيو چارو وزارت له خوا د خوست د امنيه قوماندان په ګډون يو شمېر افسرانو او پوليسو ته د ښو کړنو په خاطر د مډالونو او ستاينليکونو د ورکړې په مراسمو کې وکړې.
د کورنيو چارو وزارت د سرحدي ځواکونو درستيزوال پاسوال عبدالفتاح فروغ په همدې مناسبت په خوست ولايت کې جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه مډالونه او تقديرنامې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶ يمې کليزې په وياړ ځينو افسرانو او پوليسو ته ورکول کېږي.
هغه وويل: ((د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر په غوښتنه د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶مې کليزې په وياړ د افغانستان څلور دېرش ولايتونو کې زړورو افسرانو او پوليسو ته مډالونه او تقديرنامې ورکول کېږي.))
د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته په خپلو خبرو کې له مرکزي دولته غوښتنه وکړه چې تل په هېواد مين، د امنيتي ځواکونو رهبري او هر سرتېری له خپل هېواده د دفاع په برخه کې تقدير او ونازوي.
هغه زياته کړه: ((تاسې هر يو د دې وړ ياست، تاسې هر يو قهرمان ياست، تاسې هر يو د دې جوګه ياست چې بايد ونازول شئ او تقدير شئ، انشاالله قدم په قدم به دې پروسې او سلسلې ته دوام ورکوو.))
بلخوا د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت په ياده غونډه کې د کورنيو چارو له وزارت راغلي پلاوي او د خوست اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې په پوره مېړانه به له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي او د هغوی د سر او مال ساتنه به وکړي.
نوموړي وويل: ((والي راغلي پلاوي او د خوست ولايت په وطن مين ولس ته د ملي پوليسو په استازيتوب ډاډ درکوم چې پوليس ورځ تر بلې غښتلي کېږي او په هر ډول شرايطو کې به له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.))
د خوست امنيه قوماندان همدارنګه وويل چې ورځ تر بلې د پوليسو او عامو خلکو تر منځ همکاري پياوړې کېږي او هغه واټن چې پخوا د دوی تر منځ موجود و، د له منځه تلو په حال کې دی.
login or register a new account.