کندهار ( پژواک، ٣٠ وږى ٩٤ ) : د کندهار اوسېدونکو او د مدني ټولنې استازو له ولسمشر او اجراييه رييس څخه وغوښتل چې د هېواد د سترو ګټو او ملي حاکميت په خاطر دې خپل فکري او عملي يووالى لا پياوړى کړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني په ملاتړ د وږي په ٣٠مه په کندهار پريس کلب کې يوه مطبوعاتي غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار عامو اوسېدونکو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړى و.
د کندهار د مدني ټولنې په استازيتوب احمد شاه سپر دغې غونډې ته وينا وکړه او ويې ويل چې په دې وروستيو کې د زر او زور خاوندانو د نظام پر وړاندې پروپاګنډ پيل کړى او غواړي د اوسني بهير مخه ونيسي.
خو ده وويل، چې د کندهار ټول اوسېدونکي د اوسني منتخب نظام تر شا ولاړ دي او په خپل ټول توان د دسيسو مخنيوى کوي.
هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې نه يواځې د واک لېږد تر سره شو، بلکې امنيتي او اقتصادي لېږد هم تر سره شو، چې دا د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ تجربه وه.
هغه زياته کړه، په سوله ييز ډول له يوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته د واک د لېږد تر څنګ د خلکو په غوښتنه له هېواد څخه تر ١٠٠ زره زيات بهرني سرتېري ووتل چې دلته عملاً له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت وو.
دى وايي، په دې توګه د جګړې ټول بوج د ملي امنيتي ځواکونو پر اوږو واچول شو، په داسې حال کې چې افغانستان له جابرو ګاونډيانو سره په خوا کې پروت دى.
د نوموړي په باور، په رښتينې توګه دا يوه لويه خلا وه چې د خلکو اندېښنې يې ډېرې کړې، خو ټول هېوادوال شاهد دي چې ملي امنيتي ځواکونه په ډېره مېړانه د هېواد د دښمنانو پر وړاندې ولاړ دي او په خپلو بې ساري قربانيو خلک او هېواد ژغوري.
هغه زياته کړه، له دې سره په خوا کې د هېواد هغو سرمايه کارانو چې د فساد په پايله کې يې پيسې ډېرې کړې وې، خپلې سرمايې بهر ته يووړې، دغه راز هغه ګڼې موسسې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې ځوانان په کارونو بوخت کړي وو، ډېرې يې له هېواده ووتلې چې په دې توګه يې اقتصادي بحران او بېکاري ډېره کړه.
دى وايي، د دومره سترو ستونزو د حل لارو موندل په هيڅ توګه په لنډ وخت کې ممکن نه دى، خو ولسمشر بوخت دى چې د حل لپاره يې هر اړخيز پلانونه طرحه او عملي کړي، چې طبعاً وخت او د خلکو زغم غواړي.
هغه د اقتصادي زير بناوو په لړ کې د ټاپي پروژه ياده کړې چې دوه مياشتې وروسته پيل کېږي او دغه راز يې د رېل ليکه ياده کړه چې په پيل کېدو سره به يې زرګونو ځوانانو ته اوږد مهاله کارونه وموندل شي.
خو د ده په خبره، د زر او زور خاوندان له ستونزو د بې ثباتۍ پيدا کولو لپاره کار اخلي، ځکه خو د ولسمشر په خلاف ناسمې اوازې خپروي او ان کله کله د موقت حکومت جوړولو خبرې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن