مزارشريف (پژواک، د تلې لومړۍ نيټه ٩٤): د بلخ د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي چې حکومت ورسره د برېښنا د لوړې بيې په ورکولو د مور او ميرې سلوک کوي.
دوی د برېښنا پر رياست تور لګوي چې اسانتياوې نه رامنځ ته کوي؛ د برېښنايي ستونزو د حل ډېری لګښتونه دوی خپله پرې کوي او د نورو ولايتونو په پرتله دوه برابره لګښت ورکوي.
د مزارشريف اوسېدونکي محمدمنير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نورو ولايتونو کې د مزارشريف ښار د پرمختګ او اسانتياوو اوازې ډېرې دي؛ خو د خلکو له ستونزو يې څوک په سمه توګه خبر نه دي.
نوموړي زياته کړه چې برېښنا د دوی له مهمو اسانتياوو ده؛ خو په ډېر لوړ قيمت يې ترلاسه کوي.
د هغه په وينا، په کابل کې د يو کيلوواټ برېښنا بيه دوه افغانۍ ده؛ خو د مزارشريف ښار اوسېدونکي بيا همدومره برېښنا په پنځو افغانيو ترلاسه کوي.
منير وويل چې کابل ته هم د مزارشريف له لارې د بهرني ملک برېښنا رسېدلې خو مزارشريف ښار چې له کابله په نږدې واټن کې ورسره پروت دی، اوسېدونکي يې په لوړه بيه ورکولو مجبور کړای شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې که چېرې مرکزي حکومت د يادې ستونزې د حل په موخه ژر ګام وانه خلي نو د برېښنا د بېل له ورکولو به ډډه وکړي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي او قومي مشر حاجي غلام رسول جعفري وويل چې د مزارشريف ښار له اوسېدونکو سره د برېښنايي اسانتياوو په برخه کې د مور او ميرې سلوک کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ برېښنا شرکت په هر اړخيزه توګه په فساد کې ښکېل دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن