Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چين او امريکا يو ځل بيا  د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړ

چين او امريکا يو ځل بيا د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړ

author avatar
27 Sep 2015 - 12:16
چين او امريکا يو ځل بيا  د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړ
author avatar
27 Sep 2015 - 12:16

نيويارک- کابل (پژواک، ٥ تله ٩٤):  چين او امريکا يو ځل بيا د افغانستان په مشرۍ د افغان سولې له پروسې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

د امريکا په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان د کلنۍ عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان، امريکا او چين تر منځ پرون درې اړخيزه غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ اي برخه اخيستې وه.

د دې غونډې پر مهال چين او امريکا يو ځل بيا له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د افغان حکومت د سولې پروسې ملاتړ وکړ او په درې اړخيزه غونډه کې يو ځل بيا تکرار شوه چې افغانستان  بيا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نه شي.

تر يادې غونډې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې د سيمې او نړۍ له هېوادونو غوښتل شوي چې په سيمه کې د ترهګرو او سخت دريځو د مخنيوي په موخه بايد په ګډه کار وشي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکني بشپړتيا ته درناوى او د افغانستان په اړه د اسيا زړه کنفرانس د وړانديزونو ملاتړ او هرکلى شوى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې ويلي چې د دې غونډې پر مهال چين او امريکا يو ځل بيا ژمنه وکړه چې د افغانستان د ملاتړ په موخه به په ګډه سره کار کوي.

سرچينې زياته کړې چې امريکا له څو کلونو راهيسې له چين سره د افغانستان په اړه له نږدې ګډ کار کوي څو دغه هېواد د پرمختګ پر لور ګام کېږدي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري تر يادې غونډې وروسته يوې خبري غونډې ته وويل، چې افغانستان په دې وروستيو کلونو کې پرمختګونه کړي، خو اوس هم له ننګونو او ستونزو سره مخ دى.

هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له دې جګړې ځپلي هېواد سره د ستونزو د هواري او د سولې د پروسې د برياليتوب لپاره مرستې وکړي.

جان کيري زياته کړې: ((د افغانستان خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، اوس هم د طالب ګواښ شته، د افغانستان دولتي ادارې بايد نورې هم پياوړې شي، د ټاکنو سيستم اصلاحاتو ته اړتيا لري.))

د هغه په وينا، د افغانستان د اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله موخې هم دا دي چې په دې برخو کې مثبت پرمختګونه وشي او د فساد مخه ونيول شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.