نيويارک- کابل (پژواک، ٥ تله ٩٤): چين او امريکا يو ځل بيا د افغانستان په مشرۍ د افغان سولې له پروسې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
د امريکا په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان د کلنۍ عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان، امريکا او چين تر منځ پرون درې اړخيزه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ اي برخه اخيستې وه.
د دې غونډې پر مهال چين او امريکا يو ځل بيا له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د افغان حکومت د سولې پروسې ملاتړ وکړ او په درې اړخيزه غونډه کې يو ځل بيا تکرار شوه چې افغانستان بيا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نه شي.
تر يادې غونډې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې د سيمې او نړۍ له هېوادونو غوښتل شوي چې په سيمه کې د ترهګرو او سخت دريځو د مخنيوي په موخه بايد په ګډه کار وشي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکني بشپړتيا ته درناوى او د افغانستان په اړه د اسيا زړه کنفرانس د وړانديزونو ملاتړ او هرکلى شوى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې ويلي چې د دې غونډې پر مهال چين او امريکا يو ځل بيا ژمنه وکړه چې د افغانستان د ملاتړ په موخه به په ګډه سره کار کوي.
سرچينې زياته کړې چې امريکا له څو کلونو راهيسې له چين سره د افغانستان په اړه له نږدې ګډ کار کوي څو دغه هېواد د پرمختګ پر لور ګام کېږدي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري تر يادې غونډې وروسته يوې خبري غونډې ته وويل، چې افغانستان په دې وروستيو کلونو کې پرمختګونه کړي، خو اوس هم له ننګونو او ستونزو سره مخ دى.
هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له دې جګړې ځپلي هېواد سره د ستونزو د هواري او د سولې د پروسې د برياليتوب لپاره مرستې وکړي.
جان کيري زياته کړې: ((د افغانستان خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، اوس هم د طالب ګواښ شته، د افغانستان دولتي ادارې بايد نورې هم پياوړې شي، د ټاکنو سيستم اصلاحاتو ته اړتيا لري.))
د هغه په وينا، د افغانستان د اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله موخې هم دا دي چې په دې برخو کې مثبت پرمختګونه وشي او د فساد مخه ونيول شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل چې القاعده اوس هم يو ګواښ دى، خو د داعش وسله والې ډلې تازه ګواښ د افغانستان ستونزې زياتې کړې دي.
هغه وايي چې واشنګټن د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو په ډاګه يې کړه چې دا پروسه بايد د افغانستان د تېرو ١٣ کلونو لاسته راوړنې له منځه يو نه سي.
د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل چې هېواد يې ترهګرو او سخت دريځو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې خپلې غوښتنې پر ولس تحميل کړي.
هغه زياته کړه: ((نور هېوادونه هم بايد د خپلو سياسي او پوځي موخو لپاره د ترهګرو د فعاليتونو ملاتړ ونه کړي او نه هم ترهګرو ته اسانتياوې برابرې کړي. ))
خو ډاکټر عبدالله د کوم هېواد نوم په ډاګه نه کړ.
نوموړي په سيمه کې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر ضد مبارزې لپاره پر سيمه ييزې همکارۍ او همپالنې ټينګار وکړ .
اجرائيه رييس وويل چې د افغانستان حکومت د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو هم مهاله به له خپل ولس او خپلې خاورې به دفاع هم کوي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ اي چې دوى له امريکا سره په ګډه د سولې د پروسې د ملاتړ تر څنګ د افغانستان په بيارغونه کې به هم ګډ کار کوي.
ده زياته کړه: ((موږ بايد د افغانستان لومړيتوبونه په ګوته کړو، چين د افغانستان د ملي يووالي له حکومت څخه ملاتړ کوي.))
تېر کال د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ څلور اړخيزه غونډه شوې وه.
خو يوې دولتي سرچينې پژواک ته وويل چې سږ کال د افغانستان په غوښتنه پاکستان له دې غونډې ايستل شوى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










