کندوز (پژواک، ٨ تله ٩٤): پر کندوز ښار د بريد او په کې تر دې دمه د روانې جګړې له امله د ژوند او خلکو د اړتيا وړ ټول سيستمونه له منځ تللي دي.
له هغه وخته چې د کندوز ښار د واټونو ولکه له وسله والو طالبانو سره ده، برېښنا له منځه تللې، د اوبو سيستم ګډوډ دی، مخابراتي سيستم په سم ډول کار نه کوي او د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
وسله وال طالبان د ښار په واټونو کې په موټرو کې او پلي ګرځي؛ خو د ښار اوسېدونکو ځانونو پسې د کورونو دروازې تړلې دي، د ښار هټۍ بندې دي، راکړه ورکړه او سوداګري ټوله درېدلې ده.
د ښار اوسېدونکي وايي چې ښار ته د وسله والو طالبانو له ننوتو سره سم د برېښنا برج له منځه يووړل شو.
د ښار د امام صاحب بندر اوسېدونکي صفت الله د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شپې ناوخته يې د ډزو غږونه واورېدل، چې ورو ورو جګړه تر ښاره ور ورسېده.
نوموړي زياته کړه: ((مازديګر مهال به و چې وسله وال طالبان ښار ته ننوتل او ورسره په ښار کې په بېلا بېلو برخو کې ګډوډي رامنځ ته شوه.))
د هغه په وينا، ماښام و چې د برېښنا برج ووېشتل شو او په ټول ښار تپه تياره شو.
د ښار اوسېدونکي وايي چې نه يواځې د برېښنا رياست، بلکې د ښار ډېرو دولتي او غير دولتي تاسيساتو ته اور واچول شو.
د ښار يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه، پژواک ته وويل چې نږدې د ټولو دولتي ادارو او بهرنيو موسساتو سامانونه چور شوي او ځينو ته اور هم اچول شوی دی.
سرچينې زياته کړه چې ټولې دولتي ادارې، ولايت مقام، امنيه قومانداني، دولتي رياستونه د طالبانو د بريد په لومړۍ شپه لوټ کړای شوي دي.
د هغه په وينا، د برېښنا رياست، د ملي امنيت رياست او ځينې نورې دولتي ادارې سوځول شوي دي.
د دغه ښار د مدني ټولنو فعالين وايي چې د جګړې له امله ځينو رسنيزو مرکزونو ته هم زيان اوښتي او ځينې سوځول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن