Language

د خوست ښاروالۍ عوايد پنځوس سلنه ډېر شوي

خوست ښار (پژواک، ٩ تله ٩٤): د خوست ښاروال وايي چې په تېر يو کال کې يې عوايد پنځوس سلنه لوړ شوي او تر ډېره يې په خپله اداره کې د اداري فساد مخه نيولې ده.

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک دغه څرګندونې د تلې په ٩مه په هغې غونډه کې وکړې چې د خوست يو شمېر سوداګرو او دوکاندرانو له خوا جوړه شوې وه.

کرامت خان خپلواک غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د تېر يو کال په پرتله د ښاروالی په عوايدو کې پنځوس سلنه زياتوالی راغلی چې عمده لامل يې له ښاروالی سره د سوداګرو او دوکاندارانو همکاري بلل کېږي.

هغه زياته کړه: ((د سوداګرو او دوکاندرانو په برکت چې پوليس هم په کې شامل دي، زموږ په عوايدو کې پنځوس فيصده زياتوالی راغلی دی، يعنې د تېر کال په پرتله مو دری دېرش ميليونه افغانۍ عوايد زيات شوي دي.))

ښاروال خپلواک غونډې ته همدارنګه وويل چې په ښاروالی کې يې تر ډېره د اداري فساد مخه نيولې او هغه کسان چې په يو نه يو ډول په اداري فساد کې ښکېل زو، له خپلو دندو لرې کړي دي.

هغه زياته کړه چې تر يوه حده ښاريان د ښاروالی له خدماتو راضي دي، خو ځيني دولتي کسان د خپلو شخصي ګټو په خاطر د دوی په کارونو کې ناقانونه مداخله کوي او د يو شمېر بنسټيزو پروژو د پلې کېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

دى وايي: ((کله چې موږ ځيني مسايل اداري مجلسونو ته وړاندې کوو، نو د ځينو دولتي ادارو رييسان چې د خوست اوسېدونکي دي، ناقانونه لاسوهنې کوي او که څوک وغواړي، زه به يې نومونه د رسنيو په مخ کې افشا کړم.))

بلخوا د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري په دغه ولايت کې د ډاډمن امنيت لامل شوې او د جنايي جرمونو په ګراف کې هم کموالی راغلی دى.

امنيه قوماندان وويل: ((د امنيتي ځواکونو ستايل او له هغوی نه ملاتړ موږ دې ته هڅوي چې خپلې نيمګړتياوې اصلاح او له خپلو خلکو او خاورې په مېړانه دفاع وکړو.))

نوموړي همدارنګه له خلکو غوښتنه وکړه چې د ملي امنيتي ځواکونو سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کړي او د هغوی تر څنګ ودرېږي.

د يادونې ده چې دغه غونډه خوست ښاروال کرامت خان خپلواک او خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت ته د ښو کړنو په خاطر د ښار سوداګرو او دوکاندارانو له خوا سيتاينليکونه او د پښتني دود له مخې لونګۍ ور په سر کړل شوې.

 

login or register a new account.

Related Topics