Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد کې د الوتکې غورځېدو له امله د شپږو امريکايي سرتېرو په ګډون ١١ بهرنيان وژل شوي

جلال اباد کې د الوتکې غورځېدو له امله د شپږو امريکايي سرتېرو په ګډون ١١ بهرنيان وژل شوي

author avatar
2 Oct 2015 - 08:41
جلال اباد کې د الوتکې غورځېدو له امله د شپږو امريکايي سرتېرو په ګډون ١١ بهرنيان وژل شوي
author avatar
2 Oct 2015 - 08:41

واشنګټن، کابل (پژواک، ۱۰ تله ۹۴): د ننګرهار ولايت د جلال اباد په هوايي ډګر کې د امريکايي ځواکونو يوه لويه بار وړونکې الوتکه غورځېدلې، چې له امله يې ۱۱ بهرنيان وژل شوي دي.

په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګان) د تلې په ۱۰مه، په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې (سي ۱۳۰) ډوله بار وړونکې الوتکه، نن سهار وختي د جلال اباد هوايي ډګر کې د الوتنې پر مهال غورځېدلې ده.

سرچينې زياته کړې، په دې پېښه کې د شپږو امريکايي سرتېرو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي، په دې پېښه کې وژل شوي پنځه نور کسان بهرني قرارداديان وو، چې له امريکايي ځواکونو سره يې کار کاوه، خو د هغوى هويت يې نه دی په ډاګه کړی.

بله خوا ځينې سرچينې وايي، په دې پېښه کې د جلال اباد په هوايي ډګر کې دوه ملکي افغانان هم چې هلته کارکوونکي وو، وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دا الوتکه دوی ويشتلې  او په کې سپاره ۱۵ امريکايي او ګڼ شمېر افغان سرتېري يې وژلي دي.

د يادو شپږو امريکايي سرتېرو په وژل کېدو سره، په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ۱۸ تنو ته ورسېده.

 

 

 

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.